د پښتونخوا ترهګرۍ ضد ادارې د کورمې په شخړه کې د ښکیلو ۱۳ کسانو پر سر جایزه اعلان کړه

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې د ۱۳ کسانو پر سر له درې میلیونو تر ۳۰ میلیونه کالدارو جایزه اعلان کړې ده. دا اداره وايي، چې دغه کسان د کورمۍ ولسوالۍ په تاوتریخجنو پېښو کې لاس لري.

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې د شنبې په ورځ د هغو ۱۳ کسانو انځورونه خپاره کړي چې د کورمې ولسوالۍ په وسله والو شخړو کې لاس لري.

د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

د ترهګرۍ ضد ادارې په بیان کې لیکل شوي چې داکسان په کورمه ولسوالۍ کې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې ښکیل دي:«دا ترهګر په لوټمارۍ، اورلګېدنې، محاصرې او د ماشومانو او ښځو په وژلو کې لار درلود.»

د پښتونخوا چارواکي وايي، دمګړی په کورمه کې امنیتي وضیعت ارام دی او هلته د مېشتو دوو مخالفو ډلو ترمنځ د سولې تړون شوی دی.

د پښتونخوا صوبې کورمه ولسوالې د څو کلنو راهیسي د مذهبې مخالفتونو له امله د تاوتریخجنو پېښو شاهده ده.

په دغه ولسوالۍ کې د د سني او شیعه مذهبو د ورستیو وسله والو شخړو له له ۱۵۰ څخه ډير کسان ووژل شول.