له جینوا تر دوحې؛ د افغانستان د سولې د دوو پروسو ورته والی او د نظامونو سقوط
که څه هم په افغانستان کې شپږ د سولې مختلفې پروسې ایجاد شوې او ټولې بېرته نیمګړې پای ته رسېدلې دي؛ خو د سولې دوه ډېر مهم تړونونه چې په نړۍواله او سیمه ییزه کچه شوي او په پایلو کې یې نظامونه نړېدلي دي د جینوا او دوحې تړونونه دي چې پکې شوروي اتحاد او امریکا شامل وو.
جینوا – ۱۹۸۸:
د جینوا تړون د افغانستان، پاکستان، امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د ۱۹۸۸د اپرېل په ۱۴مه لاسلیک شو. دا تړون د شوروي اتحاد لهخوا د افغانستان د اشغال پای ته رسولو او د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو لپاره ترتیب شوی و.
د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷مه، شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او د ببرک کارمل رژیم یې واک ته ورساوه. دې یرغل ته د مجاهدینو پراخ مقاومت پیل شو، چې د امریکا، پاکستان او عربي هېوادونو له لوري یې کلک ملاتړ کېده. د امریکا ځانګړې مرستې او د مجاهدینو د دوامداره مقاومت او د شوروي اقتصاد د خرابېدو له امله، شوروي اتحاد مجبور شو چې د یو ځانګړي تړون پر اساس له افغانستانه ووځي.
د جینوا تړون اصلي موارد:
- شوروي اتحاد ژمنه وکړه چې د ۱۹۸۹د فېبرورۍ تر ۱۵مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
- پاکستان او امریکا موافقه وکړه چې د مجاهدینو ملاتړ ودروي.
- افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
- د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره به اسانتیاوې برابرې شي.
که څه هم شوروي ځواکونه ووتل، خو د ډاکټر نجیب الله حکومت تر ۱۹۹۲ پورې دوام وکړ، ځکه چې شوروي اتحاد ورته پوځي او اقتصادي مرسته ورکوله.
د دوحې تړون – ۲۰۲۰:
د دوحې تړون د ۲۰۲۰د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.
د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو په ملاتړ د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ جګړه له ۲۰۰۱ څخه روانه وه. امریکا د ناټو ځواکونو په ملتیا د القاعدې د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. وروسته، امریکا په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړ کړ؛ خو طالبان د ۲۰ کلونو لپاره د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.
دا ځل د طالبانو ملاتړ پاکستان، ایران، روسیې او چین په غیرمستقیم ډول کاوه چې له امله یې په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتل شوې وه.
د دوحې تړون اصلي موارد:
- امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱د اګسټ تر ۳۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
- طالبان ژمن شول چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه ساتي.
- د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې باید ترسره شي.
- د طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه ایستل.
که څه هم دا تړون د سولې لپاره لاسلیک شو، خو طالبانو د افغانستان حکومت کمزوری کړ او د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه یې کابل ونیو، چې د ډاکتر محمد اشرف غني د حکومت د سقوط لامل شو.
یو بل مهم اړخ دا هم و، چې امریکا له جمهوري دولت سره خپلې مرستې محدودې کړې، پوځي قراردادیان ووتل، هوايي ځواک سقوط شو او له امله یې د ملي پوځ وپاشل شو.
د جینوا او دوحې تړونونو مشترک ټکي
- د بهرنیو ځواکونو وتل:
- جینوا تړون د شوروي ځواکونو د وتلو لامل شو.
- دوحې تړون د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو لامل شو.
- د بهرني فشار له امله ترسره کېدل:
- جینوا تړون د شوروي اتحاد د اقتصادي فشار له امله لاسلیک شو.
- دوحې تړون د امریکا د اوږدې جګړې او د ټرمپ او بیا د بایډن ادارې د سیاسي فشار له امله وشو.
- د کورني سیاسي ثبات کمزوری ساتل:
- د جینوا تړون وروسته، ډاکټر نجیب یوازې پاتې شو او د ده رژیم له اقتصادي بحران سره مخ شو.
- د دوحې تړون وروسته، د ډاکتر اشرف غني حکومت منزوي شو، ملي اجماع رامنځته نه شوه او په نهایت کې یې سقوط وکړ.
- د حکومت سقوط ته زمینه برابرول:
- د جینوا تړون وروسته، مجاهدین په لوی لاس پیاوړي کړی شول او د نجیب حکومت یې نسکور کړ.
- د دوحې تړون وروسته، طالبان پیاوړي کړی شول، حکومت په قصدي ډول کمزوری کړی شو او د اشرف غني حکومت یې راوپرځاوه.
موخې او ورته والي:
- د جګړې پای ته رسولو هدف: دواړه تړونونه د جګړې پای ته رسولو لپاره تنظیم شوي وو. د جنیوا تړون د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره و او د دوحې تړون هم د امریکا او ناټو د قواو د وتلو هدف درلود.
- د نړۍوالو او سیمه ییزو لوبغاړو رول:په دواړو تړونونو کې نړۍوالو او سیمه ییزو لوبغاړو؛ لکه امریکا او پاکستان مهمه ونډه درلوده. د جنیوا تړون کې امریکا او شوروي اتحاد د قواو د وتلو او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره مهم لوبغاړي وو. په ورته توګه، د دوحې تړون کې امریکا او پاکستان هم د طالبانو سره مهمې خبرې کړې وې.
- د افغانستان داخلي ستونزو ته نه رسېدنه: دواړه تړونونه په افغانستان کې د داخلي جګړو او سیاسي بحرانونو د حل لپاره هېڅ مشخصه حل لار نه وړاندې کوي. د جنیوا تړون وروسته افغانستان د داخلي جګړو، افراطیت او حکومت د بحران سره مخ شو او د دوحې تړون وروسته هم د افغانستان حکومت له سقوط سره مخ شو.
- د تړون په تطبیق کې مشکلات: په دواړو تړونونو کې د تطبیق په مرحله کې جدي مشکلات وو. د جنیوا تړون وروسته شوروي اتحاد قواوې له افغانستانه ووتلې؛ خو افغانستان د داخلي جګړو له امله په خونړي کړکیچ کې پاتې شو. د دوحې تړون کې هم امریکا د خپلو قواو د وتلو ژمنه وکړه؛ خو طالبان د افغانستان حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره خپلو ژمنو ته نه دي ژمن پاتې شوي.
د دواړو تړونونو پایلې
۱.د جینوا تړون پایله
- د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د ډاکتر نجیب حکومت د ۱۹۹۲ کال تر اپرېل پورې دوام وکړ.
- پاکستاني ملاتړ لرونکو مجاهدینو کابل ونیو او د جهادي تنظیمونو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه.
- په ۱۹۹۶ کې طالبان واک ته ورسېدل.
۲. د دوحې تړون پایله
- د امریکا له وتلو وروسته، طالبانو د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو.
- محمد اشرف غني او د هغه د کابینې غړي له هېواده ووتل او د افغانستان اسلامي جمهوریت پای ته ورسېد.
- نړۍوالې مرستې بندې شوې او افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ شو.
- بشري حقونه او د مېرمنو حقونه محدود شول.
- پر رسنیو محدودیتونه وضع شول.
د دواړو تړونونو د عملي کېدو میکانیزمونه
- د جینوا تړون عملي کېدو ته د شوروي او ملګرو ملتونو څارنې ډاډ ورکړل شوی و؛ خو تړون نه یوازې دا چې په بشپړ ډول عملي نه شو، د خبرو اترو لپاره هېڅ کومه زمینه برابره نه شوه.
- د دوحې تړون له عملي کېدو امریکا او قطر نظارت کاوه؛ خو طالبان یې شرایطو ته ژمن نه پاتې شول.
جینوا او دوحې تړونونه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لاسلیک شوي، خو د افغانستان د ثبات لپاره یې اوږدمهاله حل نه درلود. دواړه تړونونه د حکومتونو سقوط ته زمینه ساز شول او افغانستان یې له یو نوي بحران سره مخ کړ.
د دواړو تړونونو اساسي پایله دا ده، چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید له سیاسي ثبات او پراخې ملي موافقې سره مل وي، کنه نو د یو بل ناورین پیلامه جوړېږي، چې غوره بېلګه یې په افغانستان کې د طالبانو قدرت، د بشري اساسي حقونو محدودول او د دغې واکمنۍ ناڅرګند دوام دی.