اتلانو جام سیاليو کې سويلي افریقا انګلنډ ته ماتې ورکړه او د افغانستان سفر هم پای ته ورسېد
د کرېکټ اتلانو جام کې نن سويلي افريقا د ۷ ويکټو په توپير انګلنډ ته ماتې ور کولو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه. خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې سیاليو کې په يوې ماتې، یوې بريا او د یوې لوبې په مساويتوب سره خپل سفر پای ته ورساوه.
په کراچۍ کې د سویلي افريقا او انګلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د نن لوبې پچه انګلنډ وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
انګلنډ لوبډلې په ۳۸.۲ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ مندې هدف وټاکه.
سویلي افريقا لوبډلې دغه هدف د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۹.۱ اور کې پوره کړ او بريا يې خپله کړه.
که انګلنډ دغه لوبه په لوړ توپير له سویلي افريقا ګتلې وی، نیمه پايلوبې ته د افغانستان د تګ فیصدي ډېرېده.
اوس مهال نیوزيلنډ، هند، سویلي افریفا او اسټرالیا د اتلانو جام نيمه پايلوبو ته لاره پيدا کړې.
د افغانستان کرېکټ ملې لوبډلې په لومړي ځل د کرېکټ ۸ غوره لوبډلو (اتلانو جام) سیاليو کې برخه لرله.
د دې سياليو له الف ګروپ نیوزيلنډ او هند لوبډلې نیمه پايلوبي ته لاړې، پاکستان او بنګلدېش له لوبو بهر شول.
پاکستان او بنګلدېش په دوو – دوو سیاليو کې ماتې خوړلې او د دوی ترمنځ یوه لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه.
له بي ګروپ سويلي افريقا او اسټراليا نيمه پايلوبو ته لاړل، افغانستان او انګلنډ له لوبو بهر شول.
د بي ګروپ سيالۍ د بارانونو له کبله حساس پړاو ته ولاړې.
افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې له سويلي افريقا ماتې وخوړه، په دویمه لوبه کې يې قوي لوبډله انګلنډ ماته کړه او له اسټرالیا سره سیالي يې د باران له کبله لغوه شوه.
د اسټرالیا او سويلي افريقا یوه لوبه هم د باران له کبله مساوي اعلان شوه.
کرېکټ شنوونکي په دې سيالیو کې د افغانستان ګډون او انګلنډ ته ماتې ورته کول له لاسته راوړنو ډک يادوي.
دغه سيالیو کې افغان لوبغاړو نوي تاريخونه جوړ کړل او یو شمېر نویو لوبغاړو په کې تجريبې زياتي کړي.
د مارچ میاشتي په نهمه نېټه به د اتلانو جام پايلوبه تر سره شي.