د AI په مټ په ماشومانو د جنسي تېري جوړ عکسونو د پلور په تور لسګونه کسان نیول شوي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه کسان د مصنوعي زیرکتیا د (AI) په مټ په ماشومانو د جنسي تېري جوړ عکسونو د پلور په تور لسګونه کسان نیول شوي دي. ویل کیږي چې نیول شوي کسان په نورو جنایي پېښو کې هم لاس لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ٢٥ شکمن کسان نیول شوي، چې زيات شمېر يې د جنايي ډلو سره تړاو لري.

د ډنمارک هېواد په مشرۍ پلټنه چې د عملیاتو کمبرلینډ نومېږي، د میټرو پولیټن پولیس، کینټ پولیس، ویسټ مرسیا پولیس، نارتمپټونشایر پولیس، اېسکس پولیس، د سکاټلینډ پولیس، هرټفورډشیر کانسټبلري او لنکنشیر پولیس پکې شامل دي.

ویل کېږي، چې په دغو عملیاتو کې اسټرالیا، اتریش، بلجیم، فنلنډ، فرانسه، جرمني، نیوزلینډ او هسپانیا هم ګډون کړی وو.

د عملیاتو په ترڅ کې په ۱۹ هېوادونو کې ۲۷۳ شکمن کسان پېژندل شوي، ۳۳ کورونه تلاشي شوي او ۱۷۳ توکي نیول شوي.

تر اوسه ددغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ کسان نیول شوي، خو لا هم پلټنې روانې دي.

راپورونه وایي، چې اصلي شکمن یو ډنمارکي وګړی دی چې د نومبر په میاشت کې د انلاین پلیټ فارم چلولو پرمهال نیول شوی و.

دغه پلېټ فارم باندې د AI له خوا د ماشومانو د جنسي تېري عکسونه پلورل کېدل او کاروونکو د انځورونو لپاره پلیټ فارم ته پیسې ورکوي.

له بلې خوا، د یوروپول له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د AI له خوا رامنځته شوي د ماشومانو د جنسي تیري موادو نمونې په پراخه کچه شتون لري او په چټکۍ سره رامنځته کېږي.

دا مواد اصلي موادو ته ورته دي، چې له امله یې په مصنوعي ډول رامنځته شوي موادو پېژندل ستونزمن کوي ​​او همدا لامل دی، چې لوړ پوړي چارواکي د قربانیانو په پېژندلو کې له لویو ننګونو سره مخ دي.