ټرمپ او افغانستان؛ د واشنګټن لپاره د طالبانو بدیل څه دی؟

د ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره، د امریکا په بهرني سیاست کې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه بدلون راغلی. دا بدلون د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وه، چې د افغانستان په ګډون یې ډېر هېوادونه تر اغېز لاندې راوستل.

د بشري مرستو بندېدل

یوه له دغو بدلونونو څخه د امریکا د بشري مرستو بندېدل وو، چې د افغانستان اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې. دا پرېکړه د دې اندېښنې له امله شوې وه، چې دا مرستې به د طالبانو لاس ته ورسېږي.

تر اوسه معلومه نه‌ده، چې امریکا به دا مرستې بیا پیل کړي که نه؛ خو دا پرېکړه د افغانستان د واک‌ساتنې پر توازن مستقیم اغېز لري. په تېرو کلونو کې د بهرنیو مرستو بندېدل ډېری وخت د حکومتونو د سقوط لامل شوی، ځکه افغانستان د جغرافیوي محدودیتونو او د طبیعي زېرمو د کم‌استعمال له امله، بدیله عایداتي سرچینه نه‌لري. ځینې شنونکي وايي، د مرستو کمېدل طالبان دې ته اړ باسي، چې د افغانستان له نورو سیاسي اړخونو سره معنادار مذاکرات وکړي، خو ځینې نور بیا باور لري، چې دا پرېکړه به د طالبانو داخلي اختلافات لا زیات کړي.

امریکايي وسلې

د ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو وروسته، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي نظامي تجهیزات تر لاسه کړل. ډونالډ ټرمپ اوس ټینګار کوي، چې دا وسلې باید بېرته امریکا ته وسپارل شي، خو طالبان دا غوښتنه نه‌مني.

واشنګټن اندېښنه لري، چې دغه وسلې به داعش-خراسان او نورو ترهګریزو ډلو ته ورسېږي، چې کېدای شي د امریکا پر ګټو برید وکړي. دا اندېښنه نوې نه‌ده؛ امریکا په ۱۹۸۰مه لسیزه کې افغان مجاهدینو ته د شوروي پر ضد سټینګر توغندي ورکړل، خو وروسته له بریا یې وېره درلوده، چې دا وسلې به د امریکا یا د دوی د متحدینو پر ضد وکارول شي.

اوس هم ورته اندېښنه شته، خو دا روښانه نه‌ده، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې یواځې کمپایني شعار دی او که به عملي اقدامات ورسره مل وي.

د طالبانو بدیل ځواکونه

امریکا تر اوسه د طالبانو پر ضد له وسله‌والو ډلو سره رسمي ملاتړ نه‌دی اعلان کړی. د جو بایډن ادارې ټینګار کاوه، چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نه‌لري او د طالبانو پر ضد وسله‌والې هڅې به د کورنیو جګړو دوام ته لار هواره کړي.

د ټرمپ د "امریکا لومړۍ" پالیسۍ ته په کتو، چې بهرني لګښتونه کموي، داسې نه‌ ښکاري چې واشنګټن به د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې په رسمي ډول تمویل کړي.

خو د ترهګرۍ د پراخېدو اندېښنه لا هم د امریکا لپاره جدي ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو د داعش او القاعدې د احتمالي همکارۍ له امله انتقاد کړی.

شنونکي وايي، امریکا باید د افغانستان لپاره نوی سیاست غوره کړي، ځکه د اوسني وضعیت دوام به افراطي ډلې نورې هم پیاوړې کړي.

د ډېموکراتيکو ځواکونو ملاتړ

امریکا کولای شي، د طالبانو ضد ډېموکراتیک ځواکونه پیاوړي کړي. دغو ډلو د تېرو شلو کلونو په جریان کې د ګڼو ستونزو سره سره، وده وکړه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یا ځپل شوي او یا هم منزوي شوي.

کارپوهان وړاندیز کوي، چې د امریکا ملاتړ باید یواځې سیاسي ډلو ته محدود نه‌وي، بلکې د ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو ملاتړ ته هم اړتیا ده. د طالبانو په دوره کې د ښځو د حقونو او ټولنیزو ازادیو محدودیتونه جدي ستونزه بلل کېږي. امریکا کولای شي، د تعلیمي، روغتیایي او بشري حقونو د پروګرامونو له لارې، د افغانستان د پوهاوي او د حقونو د دفاع فرهنګ ته وده ورکړي.

د سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ اړتیا

کارپوهان ټینګار کوي، چې امریکا باید له پاکستان، ایران، چین او روسیې سره همغږي ولري، ځکه د افغانستان په اړه یو اړخیز سیاستونه مطلوبې پایلې نه‌ لري.

تاریخي اړیکې او ګډ مسوولیت

د تېرو شلو کلونو د امریکا او افغانستان اړیکې یوازې د نظامي مداخلې یا سیاسي همکارۍ تر کچې محدودې نه‌دي. دې اړیکو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګډې خاطرې، ارمانونه او یو تاریخي مسوولیت پرېښی دی.

د ټرمپ د کابینې ځینې مهم غړي، چې افغانستان ته د شخصي تجربې له مخې اشنا دي، باور لري، چې طالبانو ته اتکا نه‌ یواځې د امریکا ګټې نه‌ تأمینوي، بلکې د افراطي ډلو په ګټه تمامیږي.

له همدې امله، که امریکا غواړي، د افغانستان په اړه خپلې امنیتي اندېښنې را کمې کړي، باید د قانون‌محوره حکومت، د ډېموکراتیکو ځواکونو پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ د پراخولو سیاستونه غوره کړي.

افغانستان لا هم د واشنګټن پرېکړو ته سترګې په لار دی، خو یو څه روښانه دي: افغانستان باید هېر نه‌شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوازې د تېرې یوې لسیزې جګړه نه، بلکې یو تاریخي مسوولیت دی، چې له پامه نه‌شي غورځېدلای.