د طالبانو بندیزونه؛ د روغتیايي اسانتیاو د نشت له امله افغانې نجوني د مرګ له ګواښ سره مخ دي

برېټانوۍ ټلېګراف ورځپانې راپور ورکړی، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله افغان نجونې او ښځې د روغتیايي خدمتونو تر څنګ ډاکټرانو ته له لاسرسي څخه محرومې شوې دي. راپور وايي، له جراحي عملیاتو بې برخې نجونو او ښځو دم او تعویذ ته مخه کړې.

د روغتیا برخې کې راپورونه او له افغانستانه ترلاسه شوې معلومات ښيي چې افغانې نجونې د طالبانو د توپیري چلند د تګلارو له امله له حیاتي عملیاتو او جراحۍ بې برخې پاتې کېږي.

د راپور له مخې د دې پر ځای چې نجونې لازمه درملنه ترلاسه کړي، اړې کېږي چې تعویذ لیکونکو او دودیزو درملنو ته مخه وکړي، ان په هغو مواردو کې هم چې ژوند یې له جدي روغتیایي ګواښ سره مخ وي. 

یوې څېړنې چې د امریکا د جراحانو کالج مجلې خپره کړې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل اتاترک روغتون د ماشومانو د جراحۍ څانګه چې «د برېټانوي خیریه موسسې Kids OR له خوا یې مالي ملاتړ کیږي، له ۱۰۱۴ ناروغانو څخه چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم وو، تر ۸۰ سلنه» زیات یې هلکان وو.

د دې څېړنې شمېرې ښيي، چې ۸۴.۶ سلنه اختیاري د هلکانو جراحي عملیات شوي او ان په بېړنیو حالتونو کې چې ځانګړو روغتیا تدابیرو ته اړتیا وي، بیا هم ۷۲.۷ سلنه ناروغان هلکان وو.

د طالبانو بندیزونه چې د نجونو ژوند اخلي

ډاکتران او کورنۍ چې له ټلېګراف ورځپانې سره یې خبرې کړې وايي، دا شمېرې د طالبانو د سختو پالیسو مستقیمه پایله ده، ځکه چې طالبان نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې پرته له محرم څخه روغتون ته ولاړې شي یا له نارینه ډاکترانو درملنه څخه درمنله وکړي.

د دې څېړنې لیکوالانو بېلابېل لاملونه جراحۍ ته د نجونو د نه‌ لاسرسي لاملونه بللي لکه «د ناروغانو اړوند سیمه‌ ییز دودونه، ټولنیز او کلتوري محدودیتونه» او دا چې هلکان له جنګي چاودنو، ټرافیکي او نورو پېښو سره ډېر مخ کېږي؛ نو ښايي له همدې امله یې شمېر ډېر وی.

خو د ټلېګراف له خوا راټول شوي شواهد ښيي چې اصلي لامل د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه دي، چې نجونې له اساسي روغتیایي خدمتونو بې برخې کوي.

«یوازینی کار چې نجونې کولی شي، ساه اخیستل دي» 

له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني امریکايي ولسمشر جوبایډن د تړون له مخې واک ته ورسېدل، پر ښځو یو لړ سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

طالبانو نجونې او ښځې له دې منعه کړي، چې پرته له محرم څخه له کوره ووځي، کار وکړي، ښوونځي ته ولاړې شي یا هم ډاکټره او نرسه شي.

ان هغوی دا اجازه هم نه لري، چې په عام محضر کې لوړ غږ وکړي یا په خپلو کورونو کې په لوړ غږ خبرې وکړي.

اعجاز نعمتي، چې په هرات کې یو تن روغتیاپال دی وايي: «دا یوازې د نجونو د جراحۍ مسله نه ده، د هغوی روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې.»

هغه زیاته کړه: «په ښارونو کې خلک ښايي دا ستونزه مطرح کړي، خو په لرې پرتو کلینیکونو کې زموږ همکاران اجازه نه لري چې ښځینه ناروغانې معاینه ورکړي. که یې دا کار وکړ، سزا ورته ورکول کېږي.»

نعمتي په خواشینۍ سره وویل: «نجونې دلته له هر څه بې برخې شوي، یوازینی شی چې اوس هم کولی شي، ساه اخیستل دي.»

د طالبانو د برابرۍ دروغجنه ادعا

طالبان ادعا کوي چې دوی روغتیایي خدمتونه ټولو (ښځینه او نارینه وو) ته برابروي، خو د هغوی سخت قوانین دا څرګندوي چې نجونې او ښځې عملاً له دغو خدمتونو محرومې دي. فریدالله عمري چې د طالبانو تر واک لاندې په کابل کې ډاکتر دی وايي: «موږ روغتیایي خدمتونه ټولو ته هلکانو او نجونو، ښځو او نارینه وو ته برابر وړاندې کوو او دا هر څه د اسلام مطابق دي.»

خو د بشري حقونو سازمانونه د طالبانو دا پالیسۍ «جنسیتي اپارټایډ» بولي، ځکه دا قوانین د ښځو او نجونو روغتیایي خدمتونه له محدودیتونو سره مخ کوي.

مېندې د طالبانو له اخلاقي پولیسو سره مخامخ کېږي 

ګلنسا، چې خاوند یې تېر کال په یوه کورنۍ شخړه کې د افغانستان په لویدیځ کې وژل شوی، خپله کیسه له ټلېګراف سره شریکه کړې.

هغې وویل: «زما اته کلنې لور سخت ټوخی درلود او ما څو ځله هڅه وکړه چې روغتون ته یې یوسم، هر ځل به مې د سړک غاړې ته انتظار کاوه، چې یو موټر پیدا شي، خو طالبانو به زه ودرولم او پوښتنه به یې وکړه، چې مېړه دې چېرته دی؟ ما ویل وژل شوی دی. هغوی نه منله.»

هغه زیاتوي: «ما ورته وویل چې لور مې روغتون ته وړم، خو هغوی راته ویل چې دروغ وایم او زه د دې لپاره ښار ته ځم چې 'ګناه کوم.»

په پای کې کله چې د لور حالت یې خراب شو، ګلنسا له یوه نږدې کلي یو خپلوان نارینه راوغوښت، چې دوی روغتون ته ورسوي. لور یې یوه اوونۍ بستر وه.

خو کله چې نوبت بیا ورغی چې د تعقیبي درملنې لپاره روغتون ته لاړه شي، د طالبانو له وېرې یې دا کار ونه کړ او لور یې په کور پاتې شوه.

«سینه ‌بغل په بوټو ښه کېږي»

په ټول افغانستان کې یوازې پنځه روغتونونه شته، چې د ماشومانو درملنه کوي، درې دولتي او دوه شخصي روغتونونه، چې ټول یې په کابل کې دي.

پر دې سربېره اکثره کورنۍ باید د ناروغیو درملنه له خپلې جېبه ورکړي، چې دا کار د ډېرو کورنیو لپاره ناشونی دی.

د درملنې لوړ لګښت، د طبي خدمتونو کمښت او د طالبانو سختو قوانینو خلک اړ کړې، چې زیاتې کورنۍ تعویذ لیکونکو او حکیمي درملو ته مخه کړي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا، دغه ډول کورني او حکیمي درمل ډېر وخت د انسان په زیان تمامېږي.

ډاکتر فرهاد همدرد چې په نیمروز کې د ماشومانو متخصص دی، والدینو ته خبرداری ورکړ چې د سینه ‌بغل درملنه له بوټو څخه پر جوړو درملو نه کېږي.

هغه وايي: «سینه‌بغل له بوټو نه ښه کېږي. ځینې ماشومان چې سخت سینه ‌بغل یې درلود، وروسته له هغې چې له بوټو جوړ حکیمي درمل یې وکارول وضعیت یې لا نور پسې خراب شو.»

د افغانستان روغتیايي وضعیت د کړکېچ او ناورین په درشل کې

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو کمزوری روغتیایي سیستم لري او د طالبانو تر واک لاندې، دا حالت لا پسې خراب شوی دی.

فدا محمد پیکان افغانستان د عامې روغتیا پخوانی مرستیال وزیر وايي: «د ښځینه ډاکترانو کمښت او د مغزونو فرار جدي اندېښنه ده.

د طالبانو له محدودیتونو سره نجونې نه شي کولی ډاکترانې یا نرسانې شي او دا د هېواد روغتیایي سېسټم ته لوی زیان رسوي.

هغه زیاتوي: «افغانستان د روغتیایي ناورین پر غاړه ولاړ دی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، حالت به لا پسې بدتر شي».

د یادولو وړ ده، چې په راپور کې ځینې نومونه د امنیتي ستونزو له کبله «مستعار کارول» شوي دي.