ایا طالبان له واشنګټن او خپلو مخالفینو سره د خبرو اترو لازم ظرفیت او خپلواکي لري؟
طالبان هغه فکري او عقیدتي ډله ده چې د خپلې ایډیالوژۍ د ساتنې لپاره یې شل کاله له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره جګړه وکړه. په دې موده کې د طالبانو استدلال دا و چې جګړه پر دوی تپل شوې ده، ځکه له دوی داسې څه غوښتل کیدل چې د منلو وړ نه وو.
د طالبانو په خبره دوی له پیله پوهېدل چې د دې لارې په اوږدو کې به ډېرې سختۍ، ستونزې او کړاوونه ویني، خو دوی د خپلو عقایدو او باورونو د ساتنې لپاره دا ټولې ستونزې ومنلې. طالب چارواکو ښکاره ویلي دي چې دا ټول اقدامات یې په خپله خوښه او اراده کړې دي. له امریکا سره د دوی له مذاکراتو او هغو شرطونو چې منلې یې دي داسې څرګندیږي چې دا ډله د خبرو اترو پر مېز خپلواکه ده او د خبرو اترو ظرفیت لري.
د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ او پناه ورکول هم دا ښيي چې دا ډله د ټي ټي پي پر ضد اقداماتو ته تمایل نه لري او د دې ډلې شتون د ځان پهګټه بولي. دا کار دا په ډاګه کوي چې طالبان په خپلواک ډول د پرېکړو کولو توان لري. که چېرې دا ډله وغواړي چې له خپلو داخلي مخالفینو او نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو له لارې تفاهم ته ورسېږي، نو ددې امکان ورته شته. خو داسې ښکاري چې طالبان له خپلو داخلي مخالفینو سره د ستونزو د حل کولو لیوالتیا نه لري او له اوسني وضعیت څخه راضي دي. خو له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې ډول له امریکا سره یې د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښوولی او لا هم له واشنګټن سره د ځینو امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کوي.
د نړیوال کړکېچ ډلې لوړپوړی تحلیلګر ګریم سمېت د طالبانو د تېرو خبرو اترو په اړه وايي: «که چېرې طالبان وغواړي چې خبرې اترې وکړي نو له شک پرته د دې کار لپاره لازم ظرفیت او خپلواکي لري. ددې کار ښکاره بېلګه ۲۰۲۰ میلادي کال کې په دوحه کې له متحده ایالاتو سره ددوی توافق دی. که څه هم دا توافق په بشپړ ډول نه دی عملي شوی خو د طالبانو دیپلوماتیک مهارت یې ګڼلی شو.» سربېره پر دې سمېت ټینګار کوي چې: «د طالبانو خپلواکۍ د کابل د ټولو بهرنیو دیپلوماتانو، په ځانګړې ډول د پاکستاني چارواکوچې هڅه یې کوله طالبان د ټي ټي پي پر ضد اقدام ته وهڅوي، پام ځانته اړولی.»
که چېرې طالبان له ماتې سره مخ شي، آیا پاکستان به یو ځل بیا د دې ډلې لپاره په خوندي ځای بدل شي؟
پاکستان له ډېرو افغان سیاستوالو سره نږدې اړیکې لرلې او لا هم له ځینو سره لري. د شوروي له لوري د افغانستان د اشغال په وخت پاکستان له ډېرو جهادي ډلو سره نږدې اړیکې درلودې. کله چې د طالبانو تحریک رامنځته شو نو پاکستان ډېر ژر له دې ډلې سره اړیکې ټینګې کړې، په دې کار سره یې له نورو جهادي ډلو سره اړیکې خرابې شوې. افغانستان ته د امریکا له راتګ وروسته پاکستان د بېلابېلو دلایلو په اساس له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتلې. د طالبانو ځینو غړو په داسې حال کې له پاکستان سره نږدې اړیکې ساتلې چې د دوی ځینې نور طالب غړي به یې خپلو زندانونو ته اچول او حتی امریکا ته به سپارل. خو په ټوله کې پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او کابل ته د دوی په بیا راتګ سره ډېر خوښ و. خو کله چې طالبان پر افغانستان حاکم شول نو پاکستان کې ناامنۍ زیاتې شوې.
اوسمهال د پاکستان او د طالبانو د ځینو غړو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، خو دا په دې مانا نه ده چې له ټولو طالبانو سره یې اړیکې په بشپړه ډول پرې شوې دي. که د طالبانو حکومت سقوط شي، نو پاکستان به خپلو ګټو ته په کتو پریکړه کوي. که چېرې پاکستان له طالبانو ملاتړ د ځان په ګټه وبولي نو امکان لري چې دا هېواد یو ځل بیا طالبانو ته پناه ورکړي، ځکه پاکستان ته خپلې ملي ګټې تر هر څه مهمې دي.
ګریم سمېت په دې اړه وايي: «زه په لنډهمهال کې د طالبانو د نسکورېدو لپاره جدي خطر نه وینم. په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه په ټولیز ډول کمه شوې ده. ددې هیواد د ثبات په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ د داعش خراسان څانګه (ISKP) ده، خو د ۲۰۲۱ کال را وروسته د دې ډلې د بریدونو شمېر او شدت کم شوی دی.»
د طالبانو د مخالفینو په اړه د پاکستان اندېښنه څه ده؟
پاکستان په افغانستان کې له ګڼو مخالفینو سره مخ دی. د دوی ځینې مخالفین له هند سره نږدې اړیکې لري، او پاکستان اندېښنه لري چې نویډیلي به له افغانستان څخه د اسلامآباد پر ضد ابزاري استفاده وکړي.
د دوی ځینې نور مخالفین هغه افغانان دي چې د «لوی پښتونستان» منځته راتګ غواړي. دا ډلې په مستقیم ډول د پاکستان له شتون سره مخالفت لري، د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه مني او د له منځه وړلو لپاره یې هڅه کوي.
په افغانستان کې د پاکستان ضد شته جهادي ډلې هم د اسلامآباد لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسي افغانستان کې د پراخو لاسوهنو له امله ډېر مخالفین پیدا کړې دي.
د افغانستان عامه افکار هم په شدت سره د پاکستان د سیاستونو مخالف دي. حتی د طالبانو ځینې غړي هم د پاکستان له سیاستونو ناراضه دي.
ګریم سمیت په دې اړه وایي: « که صادقانه یې ووایم داسې څه نه اوریدل کیږي چې پاکستاني چارواکي دې د طالبانو د مخالفینو په اړه ډېرې خبرې کوي. دوی معمولاً د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یا د سیمهییزې سوداګرۍ د راتلونکي په اړه بحثونه کوي. همدارنګه، دوی د بلوچستان د بېلتونغوښتونکو په اړه هم اندېښنې لري.»
د طالبانو سقوط تر کومې کچې ستونزمن دی؟
د اوس لپاره طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول لري. طالب ویاندویان وايي چې د هیواد د ننه هیڅ یو ځواک له دوی د مقابلې وړتیا نه لري. دا ډله هیڅ ډول کورنی مخالفت نه مني او د دوی ډېری مخالفین له هېواده بهر ژوند کوي.
افغانستان له سختې بېوزلۍ سره مخ دی، کاري فرصتونه خورا محدود دي او خلکو یې له ۴۰ کلونو زیاته جګړه تجربه کړې ده. په داسې یو حالت کې د طالبانو نسکورول خورا ستونزمن دي، په ځانګړې ډول هغه وخت کله چې د دوی اصلي مخالفین د جمهوریت هغه سیاستوال دي چې جیبونه یې له پیسو ډک کړلاو اوس له هېواده بهر ژوند کوي. خلک نور پر دغو سیاسي څېرو باور نه لري او که د مخالفت مشري د دوی په لاس کې وي نو د طالبانو سقوط به لا سخت شي او ډېر وخت ته به اړتیا ولري.
د طالبانو ځینو کړنو د خلکو ترمنځ پراخه نارضایتي رامنځته کړې ده. که چېرې هغه نسل او ځوانان چې په تېرو جګړو یا پخوانیو حکومتونو کې یې برخه نه درلوده د طالب ضد حرکت رامنځته کړي نو امکان لري چې په چټکۍ سره حالات بدل کړي.
خو دا باید هېر نه شي چې طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده. د دې ډلې نسکورول به خورا ستونزمن وي، که د جګړې له لارې د طالبانو په نسکورولو لاس پورې شي نو طالبان تر بل هر چا زیات جګړې ته اماده دي.
ایا د تېر په پرتله به د واشنګټن لپاره د طالبانو د نسکورولو لګښت متفاوت وي؟
تېر ځل له طالبانو سره د امریکا اصلي ستونزه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون و. طالبانو لسګونه جهادي ډلو ته پناه او د فعالیت اجازه ورکړې وه. افغانستان ته د امریکا د راتک اصلي دلیل همدا جهادي ډلې وې چې د امریکا په خاوره کې یې مرګوني بریدونه ترسره کړل.
د دوحې تړون کې د واشنګټن اصلي تمرکز په همدې موضوع و. طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان کې به هغو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي.
ګریم سمیت په دې اړه وايي: «ټرمپ د اټکل وړ نه دی، خو زه تمه نه لرم چې واشنګټن به د اوسني حکومت په دوره کې په افغانستان کې د رژیم د بدلولو لپاره منابعځانګړې کړي. د امریکا دولت طالبانو سره د همکارۍ لپاره دلایل لري، لکه د داعش خراسان او نورو نړیوالو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه.»