د امریکا له دره نارض زېلېنسکي: له امریکا مننه د تلپاتې سولې لپاره خپله لاس په کار کېږو

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترخو خبرو تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او لاړ. ټرمپ ویلي، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.

زېلېنسکي پر اېکس لیکلي: «له امریکا څخه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»

زېلېنسکي د ماسپښین په ۱:۴۵ بجې په سیمه ییز وخت پرته له دې چې د معدنونو تړون لاسلیک کړي په خپل موټر کې روان شو، تمه وه د ورځې په ورستیو کې دواړه ولسمشران ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي تر منځ لیدنه په چیغو وهلو بدله شوې، ځکه چې ټرمپ ګواښ وکړ: "تاسو یا معامله وکړئ یا موږ بهر یوو."

ټرمپ له غونډې څو دقیقې وروسته پر ایکس پاڼه ولیکل: "نن مو په سپینه ماڼۍ کې یوه ډېره مهمه ناسته درلوده. موږ داسې څه زده کړل چې پرته له دې ډول سختو خبرو اترو او فشار نه یې درک ناشونی و. دا حیرانوونکې ده چې احساسات څه ډول پټې خبرې رابرسېره کوي."

نوموړي زیاته کړه، هغه درک کړه، چې ولسمشر زېلېنسکي د سولې لپاره چمتو نه دی.

هغه وویل:" ځکه هغه فکر کوي چې زموږ ګډون ورته په مذاکراتو کې ستر امتیاز ورکوي. زه امتیاز نه غواړم، زه سوله غواړم."

دا ناسته د ولسمشر په رسمي دفتر کې د ښکاره دښمنۍ یوه حیرانوونکې ننداره وه، د ټرمپ د سولې هڅو زېلېنسکي مجبوره کړې چې یوې موافقې ته ورسېږي چې امریکا د اوکراین له ارزښتناکو منرالونو سره لېوالتیا پیدا کړي او د امریکا د مشر په شرایطو د جګړې لپاره د دېپلوماټیک حل په لور یې وهڅوي، خو د اوس لپاره دا هڅه هم ناکامه شوه.