د دوحې د تړون پنځم کال؛ د خلکو د برخلیک ټاکلو حق ته بېرته ګرځېدل

ستار سعیدي

افغانستان انټرنشنل

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه کابو درې نیم کاله تېرېږي، هېڅ داسې یوه نښه نښکاري چې نړۍواله ټولنه دې د دې هېواد خلکو ته د بیا غږ پورته کولو لپاره علاقمندي وښيي.

د بېلابېلو هېوادونو چارواکي او نړۍوال سازمانونه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټينګار کوي، چې موخه یې د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د بېلابېلو سیاسي او قومي ډلو ته ونډه ورکول دي؛ خو د خلکو د برخلیک ټاکلو حق ته هېڅ اشاره نه کوي، ګواکي د طالبانو روايت ټولو منلی چې دا ډله او د دوی پټ رهبر د خداي له خوا ټاکل شوی او خلک يوازې رعيت دي چې بايد تابع وي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د ښځو اعتراضونه په شدت سره وځپل شول او له هغو کسانو سره چې د افغانستان ملي بیرغ یې پورته وکړ او د شپې له خوا یې د مقاومت د ملاتړ غږ پورته کړ، په مرموز ډول ورسره چلند وشو، بیا هېچا د غږ د پورته کولو جرات ونکړ.

شمېرې ښيي، چې سلګونه رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له هغې جملې د بودیجې له پرې کېدو او د طالبانو د ګواښونو له امله بندې شوې دي او زرګونه خبریالان وزګاره شوي دي.

په دې منځ کې یو شمېر پاتې فعالې رسنۍ بیا د طالبانو د غوښتنو په اساس خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.

د کورنیو رسنیو له خوا د طالبانو د پرېکړو پر مخالفت بیا هېڅ غږ نه پورته کېږي او هغو کسانو چې په خپلو مرکو کې د روان وضعیت په اړه نارضایتي ښودلې ده، نیول شوي، بندیان شوي او ان په ځينو مواردو کې شکنجه شوي هم دي.

د افغانستان پر ښارونو او کلیو وژونکې چوپتیا د بندخونو له چوپتیاوو سره پرتله کېږي او دا د هغه خبریال روایت دی، چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې دنده له لاسه ورکړې او اوسمهال کورناستی شوی دی.

په مستعار نوم عبدالله راستین افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبانو ټول افغانستان خلکو ته په زندان بدل کړی دی. د رسنیو سانسور او د خلکو ترمنځ د وحشت فضا رامنځته کول د خلق ډېموکراټیک تر وخته هم بدتره دی.»

دغه خبریال وایي، هغه څه چې په افغانستان کې اوسمهال تېرېږي، یوه کوچنۍ برخه یې په رسنیو کې خپرېږي.

د ښاغلي راستین په باور، د طالبانو سخت دریځي او هر اړخیز کنټرول داسې دی چې ان «له خپل ځان سره خبرې کولی نه شو.»

اوسمهال خلک له معدودو لارو څخه د خپلې نارضایتۍ د څرګندولو لپاره استفاده کوي، له هغې جملې له نړۍوالو رسنیو سره اړیکې او یا هم په ټولنیزو شبکو کېد لیکنو له لارې.

دغه ریسک کله کله د خلکو لپاره درنه بیه پرې کوي.

د افغانستان خلکو تر هغه وخته چې د ټاکنو بهیر له فساد سره ښکېل شي، د جمهوریت په شلو کلونو کې د ډېموکراسۍ قواعد منلي و.

د ټاکنو په لومړیو وختونو کې سره له دې چې ډېموکراسي او د رایو صندوقونه د ډېریو افغان رایه ورکوونکو په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره نوي وو او د طالبانو ترهګریزو کړنو هم د رایه ورکوونکو امنیت ګواښه، خو بیا هم خلک په بېلابېلو ښارونو کې د رایو ورکولو ته لاړل او هغو نوماندانو ته یې رایې ورکړې، چې د بدلون او پرمختګ ژمنې یې کړې وې.

په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې پراخو او سازمان شویو درغلیو خلک د ټاکنو پروړاندې بې باوره کړل او د دغو درغلیو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا هم پر دې ناوړه کړنې د تایید ټاپه ووهله.

د دغه کال په ټاکنو کې فساد او درغلۍ او له دې وضعیت څخه د امریکا او لوېدیځ ملاتړ د دې لامل شو، چې په نورو ټاکنو کې د شرایط وړ ډېرو خلکو برخه وانخیسته او د کابو ۴۰ مېلیونه جمعیت څخه یو نیم مېلیون کسانو رایې ورکړې.

له یوه داسې ناسالمو ټاکنو څخه راوتلی حکومت د ۲۰۲۱ کال د پسرلي او دوبي په میاشتو کې د ښارونو د پرله‌پسې سقوط په مخنیوي کې دومره پاتې راغی، چې طالبان ډېر ژر او پرته له کومې جدي مقابلې پر ټول افغانستان واکمن شول.

د افغانستاان د ټاکنو په کمېسیون کې یوه پخوانی لوړپوړي کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، باور لري چې د افغانستان د پخواني ټاکنیز نظام معماران، که هغه د ملګرو ملتونو سازمان وي، که امریکا او که اروپايي اتحادیه، د دې هېواد د ټاکنو میکانیزم په قصدي ډول پېچلی او اوږدمهاله کړی و، تر څو د فساد لپاره زمینه برابره شي.

هغه وايي، که څه هم د رایه ورکولو له پای ته رسېدو سره سم په هماغه شپه د ټاکنو پایلې معلومې وې، خو د رایو شمېرلو مسوولانو په قصدي توګه د پایلو اعلان وځنډاوه ترڅو له فرصته په استفادې سره د سیاسي معاملاتو او امتیاز اخیستلو لپاره ګټه واخلي.

د افغانستان خلکو بېلابېل رژیمونه تجربه کړي دي، له مطلقه پاچاهۍ څخه نیولې تر مشروطې پاچاهۍ پورې له عمري ولسمشرۍ څخه تر ټاکنیز جمهوریت پورې او له مارکسیستي حکومت څخه تر استبدادي مذهبي واکمنۍ پورې.

د ډېموکراسۍ لس کلنه تجربه (د ظاهر شاه د واکمنۍ وروستۍ لسیزه) او د جمهوریت وخت وښوده، هر کله چې خلکو ته د انتخاب حق ورکړل شو، هغوی ازادي غوښتونکو او د پرمختګ ملاتړو نوماندانو ته رایه ورکړې ده.
د افغانستان خلک له شاوخوا ۵۰ کلونو جګړو او بې‌ثباتۍ څخه ستړي شوي، خو نه د وېرې او ډار په بیه؛ له درغلیو او فساد ډکو ټاکنو څخه ناراضه دي، خو نه د داسې ډلې د واکمنۍ په بیه چې معلوم نه دی له کوم ځای څخه راغلی او نه هم د هېڅ شخص یا بنسټ پر وړاندې حساب ورکونکی خان نه بولي.

د افغانستان د وروستي پارلمان استازی حبیب‌الرحمان پدرام چې هر ځل به یې فرصت پیدا کړ او د ولسي جرګې له تریبون څخه به یې پر قدرت نیوکې کولې، په دې باور دی چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولګډونه حکومت له لارې نه، بلکې ټاکنو ته په بېرته ستنېدو سره ترلاسه کېدای شي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د جمهوریت له پرځېدو وروسته، هغه څه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سیمه ییزو او له نړۍوالو له خبرو اترو لرې پاتې شوی دی، د برخلیک د ټاکلو او راتلونکي په برخه کې د خلکو رول دی.

د نوموړي په وینا: «زه فکر کوم چې له دې کړکېچ څخه د وتلو لپاره، د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو د ټینګار پر ځای باید د خلکو رول روښانه شي.»