ټرمپ:زېلنسکي سپینۍ ماڼۍ ته بې احترامي وکړه سولې ته اماده نه دی کله چې اماده شي بیا دې راشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د اوکراین ولسمشر زېلنسکي سره یې کړکېچن مجلس درلود وايي چې زېلنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.

نوموړي نن په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر سره ناسته درلوده، چې تر منځ یې ترخې خبرې تبادله شوې او زېلنسکي ته یې ګوتڅنډنه وکړه چې هغه د دېکتاتور په موقف کې نه دی.

ټرمپ له غونډې څو دقیقې وروسته پر ایکس پاڼه ولیکل: "نن مو په سپینه ماڼۍ کې یوه ډېره مهمه ناسته درلوده. موږ داسې څه زده کړل چې پرته له دې ډول سختو خبرو اترو او فشار نه یې درک ناشونی و. دا حیرانوونکې ده چې احساسات څه ډول پټې خبرې رابرسېره کوي."

نوموړي زیاته کړه، هغه درک کړه، چې ولسمشر زېلنسکي د سولې لپاره چمتو نه دی.

هغه وویل:" ځکه هغه فکر کوي چې زموږ ګډون ورته په مذاکراتو کې ستر امتیاز ورکوي. زه امتیاز نه غواړم، زه سوله غواړم."

هغه ویلي، چې ولسمشر زېلنسکي د سولې د خبرو لپاره اماده نه دی او د امریکا د ولسمشر دفتر ته یې سپکاوی کړی او هر کله چې د سولې خبرو ته اماده شو کولی شي بېرته راشي.