د امریکا د لوڅو فلمونو یوه لوبغاړې افغانستان ته تللې
اې بي سي نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د لوڅو فلمونو یوه لوبغاړې افغانستان ته تللې او د انسټاګرام پر پاڼه یې د دغه سفر انځورونه هم خپاره کړي دي.
ويټني رایټ چې تېر کال يې ايران ته د ښځو پر ضد د سختو محدوديتونو پر مهال سفر کړی و او له امله يې په امریکا کې غوغا رامنځته شوې وه، اوس یې افغانستان ته د خپل سفر انځورونه رسنیز کړي دي.
د لوڅو فلمونو دغې لوبغاړې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د سفر لپاره د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته خېژي.
همدا راز د هرات ښار اړوند د یوې ودانۍ کاشي شوي چت او د یوه پلورنځي انځورونه یې هم خپاره کړي دي.
ویټني رایپ همدا راز د افغانستان د ځینو موټرونو انځورونه اخیستي چې پرې د چیګوارا عکسونه لګیدلي او دا یې حیرانوونکې بللې ده.
هغې په هرات ښار کې له ریکشو اخیستي انځورونه هم پر خپل انسټاګرام خپاره کړي دي، خو خپله پکې نه ښکاري.
اسوشیټېډ پرېس اژانس د دې سفر اړوند د سپیناوي لپاره ویټني رایټ ته پېغامونه هم استولي دي، خو نوموړې بې ځوابه یې پرېښودلي دي. همدا رنګه طالبانو هم لا تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو په وار وار ویلي چې هڅه کوي له بهرنیو سېلانیانو سره د افغانستان د حالاتو یو نوی انځور شریک کړي.
د طالبانو واکمنېدو او په افغانستان کې د امن زیاتېدو سره دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو تګ هم زیات شوی دی.
که څه هم د ۲۰۲۴ کال په مۍ کې بامیان کې پر اسپانوي سیلانیانو برید وشو، خو دغه هېواد ته یې د سیلانیانو پر تګ کوم اغېز ونه کړ.
له دې سره امريکا، بریتانیا، جرمني او ځینې نورو غربي هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ملکي ګډوډيو، جرمونو، ترهګرۍ، تښتونو او روغتيايي خدماتو محدوديتونو له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.