محمد اشرف غني: د قوش تېپې کانال طرحه او پلان ما جوړ کړی و، یوازې پرانیسته یې پاتې وه
د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاستونو په دوام په دېرشم پوډکاسټ کې ویلي چې د قوش تېپې کانال طرحه او پلان ما جوړ کړ او یوازې پرانیسته یې پاتې شوه، خو د طالبانو حکومت بیا دغه ستره پروژه خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د قوش تېپې کانال چې له درېیو ولایتونو تېرېږي، د جوړېدو چارې پیل کړې دي.
دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومټره اوږد دی د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د جوزجان له لارې د فاریاب اندخوي ولسوالۍ ته رسېږي. پر دې کانال نژدې ۶۰ میليارده افغانۍ لګښت راځي او ویل کېږي چې لسګونه زره جریبه ځمکه به خړوبوي.
ښاغلی غني په دېرشم پوډکاسټ کې ددغه کانال په اړه وایي: «په ۱۹۸۸ کال کې پخواني شوروي اتحاد د امو اوبه د اسیا د جمهوریتونو ترمنځ د افغانستان لپاره د لږې ونډې د شریکولو تړون لاسلیک کړ. دا د ټولو اصولو او قوانینو خلاف کار وو. ځکه موږ د امو اوبه لږ تر لږه ۴۰ سلنه تولیدوو او له هغه وروسته همدارنګه د اسيايي جمهوريتونو له خپلواکۍ وروسته يې بيا يو تړون وکړ او افغانستان ته يې برخه ورنه کړه.»
پخوانی ولسمشر غني زیاتوي: «همدا لامل و، چې ما د قوش تېپې پلان جوړ کړ چې پرانیستل یې یوازې پاتې وو. موږ د هغې ټول ابعاد پلي کړل ترڅو روښانه پایلې ته ورسیږو. ځکه چې د عملي اقداماتو پرته هېچا زموږ حق نه دی منلی.»
د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنه کولو په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.
د افغانستان مخکني حکومت د دې پروژې د څنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو طالبانو اوس په ویاړ سره دا خپلو لومړیتوبونو کې بللې او هیله لري چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.
طالبان ادعا کوي چې د قوش تېپې کانال کولی شي د سلګونو زرو خلکو د خوړو خوندیتوب او ژوند ښه کړي.