له واټونو تر ډېپلوماسۍ؛ د افغانستان ښځې څنګه مقاومت کوي؟
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو اعتراضي ډلې په چټکۍ سره د دغې ډلې د ځپونکو کړنو پروړاندې د مدني مقاومت د نمادونو په توګه بدلې شوې.
دغه خوځښتونه چې اساساً پر عدم تشدد مبارزې ولاړې دي، د هغو نظامي جبهو ترڅنګ چې د طالبانو پر وړاندې وسلهوال مقاومت کوي، د طالبانو پر ضد د خلکو له مهمو فشارونو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان د ښځو خوځښتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له لسګونو ډلو څخه جوړې شوې دي، چې د عدم تشدد مبارزو له تاکتیکونو له هغې جملې د اعتراضي لاریونونو، په پټه توګه د روزنیزو ټولګیو د جوړولو، له هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره د ډېپلوماسۍ او په نړۍوالو محکمو کې د حقوقي شکایتونو د تنظیمولو له لارې مبارزه کوي.
د افغانستان د پخواني پارلمان استازې شکریه بارکزۍ ټينګار کوي، چې د ښځو او نارینهوو د مساوي تابعیت حقونو د تضمین په موخه د یوه قانوني او ډېموکراټیک حکومت رامنځته کېدل، په افغانستان کې د جنسيتي توپیر د عاملانو محاکمه او په سیاسي برخلیک کې د ښځو معنالرونکی ګډون د ښځو د خوځښتونو له اصلي غوښتنو دي.
ازادۍ او مقاومت جبهو سره د غوښتنو ورته والی
که څه هم د افغانستان د ښځو مقاومت د عدم تشدد مبارزې پر بنسټ ولاړ دی، خو ډېرې غوښتنې یې له هغو نظامي جبهو سره مشترکې دي، چې د طالبانو پر ضد جنګېږي.
په داسې حال کې چې ښځې د خپلو اساسي حقونو لکه زدهکړې، کار او فردي ازادۍ لپاره مبارزې کوي، نظامي ډلې د طالبانو پر ضد نظامي مقابلې او د دې ډلې د نسکورولو پر اړتیا ټینګار کوي.
دا دواړه جبهې په ځینو مواردو لکه د یو منتخب او قانوني حکومت د جوړولو، د سیاسي بندیانو د ازادۍ او د نجونو او ښځو د زدهکړو د حق په اړه همنظره دي.
په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت او ازادۍ جبهو په ځلونو د اعلامیو په خپرولو سره د ښځو د غورځنګ له غوښتنو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
شکریه بارکزۍ باور لري، چې د ښځو غورځنګونه او یادې جبهې په ډېرو مسایلو، په ځانګړې توګه د خلکو د برخلیک ټاکلو د حق، له تبعیض پرته د قانون حاکمیت او د برابرۍ د حقونو د تامین په اړه همنظره دي.
نوموړې زیاتوي، چې یوازې د مبارزو په تاکتیکونو کې توپیر شته: «دوی وسله وال ځواک په لاس کې لري، په داسې حال کې چې مونږ په کور دننه او بهر کې پر طالبانو ډېپلوماټیک او مدني فشارونه راوړو.»
د «مارتین انالز» د بشري حقونو د معتبرې جایزې ګټونکې ژولیا پارسي هم په دې باور ده، چې د افغانستان ښځې او د مقاومت جبهې په ځینو ګډو اهدافو کې سره شریک دي.
د هغې په وینا، ښځې پر خپل ژوند د طالبانو د واکمني پای ته رسېدل غواړي، هماغسې لکه څنګه چې د مقاومت او ازادۍ جبهې هم د طالبانو د لرې کولو لپاره جګړه کوي.
له دې ټولو سره سره د مبارزو بڼې سره توپیر لري: ښځې له مدني او ډېپلوماټیکو لارو هڅې کوي، په داسې حال کې چې د مقاومت جبهې هره ورځ د طالبانو پروړاندې بریدونه کوي.
یاده دې وي، چې د افغانستان د ښځو خوځښتونه له بېلابېلو ډلو او متفاوتو نظریاتو څخه جوړې دي او ځینې فعالې ښځې د هر ډول وسلهوالې مبارزې مخالفې دي. ژولیا پارسي هم ټینګار کوي، ځینې ښځې چې د طالبانو له سخت زیان سره مخ شوي، د وسلهوال مقاومت ملاتړ کوي، خو ځینې نورې بیا غوره ګڼي چې د مدني مقاومت، نړۍوالو فشارونو او سیاسي وسیلو څخه استفاده وکړي.
ولې ځینې ښځې تمه لري، چې واشنګټن د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړي؟
د افغانستان ښځې له واشنګټن او نورو نړۍوالو قدرتونو څخه د ملاتړ تمه لري.
دغه تمه له واشنګټن څخه ځکه کېږي، چې امریکا له دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په تحولاتو کې مهم رول لري.
د دوحې هوکړه چې د اسلامي جمهوریت د سقوط او د ښځو د اساسي حقونو د له منځه تلو لامل شو، ډېر کسان یې دې ته اړ کړي چې د امریکا غیرمسؤلانه وتل د ښځو د وضعیت د خرابوالي مسؤل وبولي.
له همدې امله ډېر خلک باور لري، چې متحده ایالات باید د دې تېروتنې د جبران لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
شکریه بارکزۍ بیا په دې باورده، چې د ښځو پیاوړتیا د امریکا له نړۍوالو موخو څخه شمېرل کېږي.
هغه ټینګار کوي، څومره چې په افغانستان کې یو ډېموکراتیک حکومت وي او د ښځو پر حقونو باور ولري، هومره به نړۍوال امنیت لا ډېر تضمین شي.
د هغې په وینا، د ښځو پیاوړتیا او د ټولنیز او اقتصادي مشارکت فرصتونو رامنځته کول د ټولې نړۍ له هغې جملې د امریکا په ګټه ده.
ژولیا پارسي ټينګار کوي، چې امريکا د افغانستان په شل کلن حضور او د ښځو د حقونو د ملاتړ له امله اخلاقي مسؤوليت لري، چې د اقتصادي او ډېپلوماټيکو فشارونو له لارې د ښځو ملاتړ وکړي.
هغه خبرداری ورکوي، چې د ښځو ځپل او د طالبانو د واک دوام کولی شي پراخ افراطیت او کډوالۍ ته زمینه برابره کړي، چې د امريکا امنيتي ګټو او اعتبار ته زیان رسوي.
د واشنګټن ملاتړ کولی شي، چې پر طالبانو فشار زيات کړي او مدني مقاومت پیاوړی کړي.
د ښځو ستونزې او د امریکا له ملي ګټو سره یې تړاو
د افغان مېرمنو ستونزې د امریکا د ملي ګټو په جوړښت کې هم ارزولی شو.
په افغانستان کې د بشري حقونو او ټولنیز عدالت خونديتوب د یو نړیوال ځواک په توګه د متحدهایالاتو لپاره ارزښت لري، ځکه چې له دغو حقونو څخه سرغړونه کولای شي سیمهییزې بېثباتي رامنځته او نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او د دغې ډلې له خوا د ښځو د حقونو ځپل کولای شي د افراطیت د ودې ته لار هواره کړي.
متحدهایالات کولای شي له افغان ښځو په ملاتړ سره د هېواد په ثبات او سوله کې مرسته وکړي.
که چېرې د ښځو حقونو ته نهپاملرنه نه کېږي، ښایي د داخلي بې ثباتۍ او د افراطي ډلو د ودې لامل شي چې دا به د امریکا او سیمې ګټو ته ګواښ وي.
د ښځو له حقونو ملاتړ نه یوازې یوه اخلاقي موضوع ده، بلکې د امریکا د ملي ګټو د خونديتوب لپاره هم یوه ګټوره ستراتیژي ده.
ایا ښځې د مقاومت له تګلارو ملاتړ کوي؟
شکریه بارکزۍ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ښځې د مقاومت له تګلارو ملاتړ کوي، وویل: «مونږ د جګړو پلوي نه یو، خو دفاع له جګړو سره نه یو ځای کوو.»
هغه ټينګار کوي، چې «هر هغه څه چې کولی شي د افغانستان امنیت بېرته راولي د ملاتړ وړ ده.»
له دې سره نوموړې زیاتوي، چې د جګړو بیې ډېری ښځې پرې کوي، له همدې امله ښځې د د جګړو د خوښولو پر ځای د جګړو ضد دي.
ځینې افغانې ښځې له وسله وال مقاومت سره مخالفت لري او په دې باور دي، چې دا لاره به یوازې د بېثباتۍ د زیاتوالي او د ملکي وګړو د قرباني کېدو لامل شي.
اخوا، ځینې نور چې د طالبانو تر سخت فشار لاندې دي، ښایي په ضمني یا ښکاره ډول له وسله والې مبارزې ملاتړ وکړي.
د طالبانو د بدلون لپاره د ښځو اصلي روایت څه شی دی؟ بشپړ پرځېدل؟ بدلون؟مشارکت؟
شکریه بارکزۍ وایي، چې ښځې د یوه «سهامي شرکت» د جوړېدو په لټه کې نه دي، بلکې د خپلې وړتیا پر اساس په واک کې برخه غواړي.
نوموړې ټینګار کوي، چې طالبان چې هر څومره ژر دغه واقعیت ومني، هغومره به په چټکۍ سره پایلې ته ورسېږي.
ژولیا پارسي هم وايي، چې د ښځو نظرونه په دې برخه کې یو شان نه دي.
ځینې ښځې د طالبانو پر نسکورېدو ټینګار کوي، ځکه چې دا ډله نه اصلاح کېدونکې بولي.
ځینې نورې بیا د طالبانو د تدریجي بدلون هیله لري او ځینې نورې بیا د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د ښځو پر فعالې ونډې ټینګار کوي.