د بالیووډ هغه اداکاره چې له دوو هندوانو او یوه مسلمان سره یې واده کړی خو لا هم مجرده ده
په هندي سینما (بالیووډ) کې د مینې ودونه او طلاق کومه نوې خبره نه ده او له ۸۰ لسیزې راهیسې تر نن ورځې پورې د بالیووډ ډېرو فلمي ستورو یو یا دوه یا هم درې ودونه کړي دي.
نن به تاسو ته د یوې داسې فلمي لوبغاړې په اړه ووایو، چې درې ځلې یې واده کړی خو لا هم مجرده ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، فلمي لوبغاړې نیلما عظیم له دوو نامسلمانو او یوه مسلمان سره واده کړی. نیلما دوه زامن لري، چې یو یې د هندي سینما لوی او پېژندل شوی ستوری دی.
نیلما عظیم د یوې لیکوالې کورنۍ سره تړاو درلود، پلار یې لوی ژورنالسټ و، خو نیلما له پیله د نڅا سره مینه درلوده، نیلما په ۱۵ کلنۍ کې له اداکار پنکج کپور سره ملګرتیا وکړه، چې ډېر ژر په مینه بدله شوه او وروسته نیلما په ۱۷ کلنۍ کې له پنکج کپور سره واده وکړ، دغې جوړې یو زوی درلود، چې نن د بالیووډ په صنعت کې د شاهد کپور په نوم یادیږي چې په بالیووډ خورا ډېر شهرت او ځانګړی مقام لري.
د نیلما په وینا، د شاهد کپور د خپل پلار څخه د جلا کېدو پرېکړه د هغې نه بلکې د پنکج کپور وه.
له دې وروسته نیلما یو ځل بیا له راجیش کټار سره مینه وکړه، دوی په ۱۹۹۰ کال کې واده وکړ، نیلما او راجیش یو زوی درلود چې نوم یې احسان کټار دی، خو په ۲۰۰۱ کال کې ۱۱ کاله وروسته دواړو د جلا کېدو پرېکړه وکړه.
له دې طلاق وروسته نیلما له رضا علي خان سره ولیدل او دواړو په ۲۰۰۴ کال کې واده وکړ، خو دا اړیکه اوږده پاتې نه شوه او له څو کلونو وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دوی سره طلاق شول.