د اتلانو جام سیالۍ؛ افغان کرېکټ لوبډله خپله درېیمه سیالي نن له اسټرالیا سره کوي

له انګلستان څخه په دویمه لوبه کې تر ستر بري وروسته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اتلانو جام په روانو سیالیو کې د کوربه هېواد پاکستان په لاهور ښار کې له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

افغان کرېکت بورډ ویلي، چې دغه سیالي به د جمعې ورخ د (کب ۱۰مه) د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیل شي او افغان لوبډله ورته بشپړ چمتوالی لري.

دغه سیالۍ چې د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي هلته هوا پوهانو د باران اټکل هم کړی دی.

د کرېکټ ډېری مینه وال د لوبې پر مهال د باران اټکل خواشیني کړي او هیله لري، چې باران د لوبې خنډ نه شي.

د افغانستان د ملی لوبډلې چټک توپ اچوونکی یمین احمدزی وايي، که څه هم د اسټرالیا لوبډله غوره توپ اچوونکي لري؛ خو افغان لوبدله یې بیا په مقابل کې غوره ور توپ اچوونکي لري چې د اسټرالیا لوبدله به له ستونزو سره مخ کړي.

هغه ویلي، تېر بري ته په کتو سره د افغانستان لوبډله په رواني لحاظ سره په ښه حالت کې دی او د رحمان الله ګربز په ګډون به ابراهیم ځدراڼ هم په نننۍ لوبه کې ښه توپ وهنه وکړي.

د افغانستان دغه تېز توپ اچوونکي اټکل کړی که چېرې د اسټرالیا لوبډله پچه وګټي او توپ وهنه پیل کړي؛ نو په خبره یې افغان توپ اچوونکي به وخت ورنه کړي، څو له درې سوو څخه زیاتې منډې وکړي، او دا به د افغان توپ وهونکو لپاره بیا ښه د پوره کولو لپاره ښه هدف وي.

افغان ملي لوبډلې د اتلانو جام سیالیو کې خپله لومړۍ سیالۍ سویلي افریقا ته وبایلله ؛خو خپله دویمه لوبه یې بیا له انګلستان څخه په خورا حیرانوونکې توګه وګتله، چې د کرېکټ د نړۍوالو شنونکو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.

د کرېکټ نړۍوال شنوونکي په دې باور دي، چې افغان ملي لوبډله اوسمهال د نړۍ د سترو لوبډلو څخه یوه ده او هېڅوک یې د وړاندې تګ مخه نه شي نیولی.

انګلستان څخه د بریا په غبرګون کې هندي سندرغاړي عدنان سمېع ویلي و، چې افغان لوبډلې په دغه بري سره له انګریزانو څخه ډیورنډ کرښې غچ واخیست.