د طالبانو د سیاسي انعطافپذیرۍ ارزونه؛ ایا د واک د وېش امکان شته؟
په امریکا کې د ټرمپ ادارې له رامنځته کېدو وروسته دا پوښتنې راپورته شوې چې ایا دوی به د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره پر طالبانو فشار راوړي که نه؟ ایا طالبان به د نورو سیاسي ډلو سره خبرې اترې وکړي که نه؟
د شمالي اتحاد غړي او د دوی اولادونه، چې د طالبانو د واکمنۍ ضد تاریخي مخینه لري، ایا د مذاکراتو او سیاسي شمولیت برخه کې ځای لري؟
همداراز، ایا طالبان به د واک وېش ته غاړه کېږدي او د نوي اساسي قانون او لویې جرګې لپاره ګامونه پورته کړي؟ دا پوښتنې دلته ځواب شوي دي.
ایا طالبان د شمالي اتحاد له غړو یا د هغوی له اولادونو سره خبرو ته چمتو دي؟
د طالبانو او شمالي اتحاد ترمنځ تاریخي دښمني د افغانستان د شخړو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، شمالي اتحاد د طالبانو پر ضد جګړه وکړه، او تر ۲۰۲۱ کال وروسته هم د دوی ځینې پاتې شوني مقاومت ته دوام ورکوي. سره له دې، طالبانو څو ځله ادعا کړې چې دوی “عمومي بښنه” اعلان کړې او غواړي ټول افغانان په ګډه حکومت وکړي.
د طالبانو د کډوالو چارو وژل شوي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جمهوري دولت له سقوط وروسته د شمالي اتحاد له یو شمېر غړو او د هغوی له اولادونو سره د اړیکو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې ټولو د طالبانو څخه ملاتړ کړی.
نوموړی په یوې غونډې کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود د ملاتړ اعلان هم کړی و؛ خو احمد مسعود او هغه ته نېږدې خلکو د هغه د اعلان په تړاو بې خبري وښوده.
د طالبانو د ریاست الورزا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په بار – بار په پخوانیو افغان چارواکو او د پخواني شمالي اتحاد پر غړو غږ کړی چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او دلته ژوند وکړي.
نوموړي هم په واک کې د پخواني شمالي اتحاد غړو، مقاومت عالي شورا، مقاومت جبهه او یو شمېر نورو ډلو ته یوازې په افغانستان کې د اوسېدو بلنه ورکړې خو په واک کې د شریکېدو کومه څرګندونه یې نه ده کړې.
د وروستي جمهوري دولت د عدليې پخوانی وزیر او د مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي د روان کال د مرغومې په ۱۲مه ویلي وو، چې د طالبانو د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل حقاني له مقاومت جبهې سره غیر مستقیمط او پرلهپسې اړیکې درلودې.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه تر هغه وخته روانې وې، چې پر حقاني ځانمرګی برید وشو.
طالبانو د افغان شخصیتونو د بیا راستنېدو لپاره یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ کړی، د دغه کمېسیون یو غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یاد کمېسیون د افغان شخصیتونو او پخوانیو چارواکو د بیا راستنېدنې په برخه کې کار کوي، خو دوی ته په واک کې د شریکېدا او دولتي دندې ژمنه نه ورکوي.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فېبروري په درېیمه د ایکس سپیس په یو بحث کې د مقاومت جبهه د بهرنیو استخباراتي ډلو ملاتړې ډله بللې ده او ویلي یې دي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي چې بیا دلته ډلې او ډلبازۍ جوړې کړي.
نوموړي ویلي چې ټول کولی شي بېرته افغانستان ته راشي او دلته ژوند وکړي.
د کندهار والي ملا شیرین ته نېږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر د پخواني شمالي اتحاد غړو ته د طالبانو د ازلي دښمن په سترګه ګوري او په هېڅ ډول په واک کې ونډه نه ورکوي.
له یادې سرچینې مو وپوښتل چې د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل الرحمان حقاني د شمالي اتحاد او مقاومت جبهې له یو شمېر غړو سره دوامداره اړیکې درلودلې، سرچینې وویل: “که چېرې کوم مشران شخصي اړیکې ولري مشکل وي به خو په رسمي بڼه د شیخ صاحب نظر دا دی چې هېڅ پخوانیو ته په حکومت کې د کار اجازه نه شته، ځکه د هغوی اعمال ټول افغانستان لیدلي دي”.
ایا د طالبانو او نورو ډلو ترمنځ د واک د ویش امکان شته؟
طالبان نه یوازې دا چې غیر طالب ډلو سره د واک د وېش پر سر کړکېچ لري بلکې په خپله د طالبانو د ډلې په داخل کې هم د واک د وېش پر سر کړکېچ موجود دي.
وروسته له هغې چې طالبانو افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوست د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په دویمه وینا کې نوموړي وویل چې مخالفینو ته یې “بښنه” کړې او دوی یوازې کولی شي چې په افغانستان کې ژوند وکړي. دا په دې معنا چې دوی په واک کې د ونډې حق نه لري.
نوموړي په خپلې یوې بلې وینا کې خپلو مخالفینو ته د شریرو خطاب کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د فېبروري په درېیمه نېټه د پخواني جمهوري دولت له یو شمېر چارواکو سره په یوې پرلیکې غونډې کې له هغوی غوښتي د دوی د حکومت له مخالفت څخه لاس واخلي.
امیرخان متقي په دغه غونډه کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې له یو مخکښ غړي غوښتي چې بېرته وطن ته ستون شي او دوی یې د ښه ژوند تضمین کوي.
په دغه یو ساعته غونډه کې تر پایه په واک کې د ونډې پر سر بحث نه دی شوی، چې جوتیږي طالبان په واک کې د نورو اړخو شریکولو ته لېوالتیا نه لري.
د یادې غونډې په پیل کې امیر خان متقي ویلي:“ زموږ رسمي دریځ دا دی چې یو موټی اسلامي امارت غواړو او تاسو د افغانستان حاکمیت ته د افغانانو په څېر درناوی ولرئ او موږ ژمن یو چې د افغانستان د سیاسي نخبه ګانو په څېرې ستاسو درناوی وکړ”.
ایا طالبان د لویې جرګې جوړولو، نوي اساسي قانون، یا ګډ حکومت رامنځته کولو ته هڅه کوي؟
طالبان د لویې جرګې په جوړولو کې له دوهګوني دریځ څخه کار اخلي. دوی وایي چې لویه جرګه یوه افغاني دودیزه مشورتي جرګه ده، خو تر اوسه یې داسې لویه جرګه نه ده رابللې چې د سیاسي سیستم راتلونکی وټاکي.
د طالبانو د واک په پیل کې د یو شمېر دیني علماو یوه لویه غونډه د لویې جرګې په تالار کې وکړه او ویاند یې بار – بار دغې جرګې ته د لویې جرګې نوم ورکړ، خو په افغانستان کې د لویې جرګې د راټولېدو لپاره ځانګړي اصول موجود دي چې له مخې یې د افغانستان د ۲۲ اقشارو ټول غړي پکې ګډون کوي.
که څه هم طالبانو په وار – وار ویلي چې د نوي اساسي قانون پر جوړولو یوه ډله طالبان کار کوي خو تر اوسه د نوي اساسي قانون مساله لا هم مبهمه ده. طالبان د ۱۳۴۴کال د اساسي قانون ځینې برخې منلې دي، خو دوی تر ډېره د شریعت پر اساس د حکومت کولو خبره کوي.
د نړۍوالې ټولنې د هغو غوښتنو پر وړاندې چې له طالبانو د یو ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او نه جوړول په افغانانو پورې اړه لري او بهرني نه شي کولی چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي.
تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ويلي چې امریکا لا هم د دوی په داخلي چارو کې مداخله کوي.
ایا طالبان انعطافپذیري لري او که دا ټولې مسالې ردوي؟
د طالبانو خپل منځي او رسنیزو ویناو او د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د واک پر شراکت او د یو ټولګډونه حکومت په تړاو د طالبانو د انعطاف کوم څرک نه ښکاري.
یو شمېر شننونکي په دې باور دي چې سراج الدین حقاني د یوې ځانګړې علاقې له مخې، د شمال ټلوالې د غړو او نورو مخالفو جهتونو سره خبرو ته لېوالتیا لري؛ خو سراج الدین حقاني ته نېږدې سرچینې وايي چې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني تر منځ کړکېچ یو مهم اړخ د واک نا انډوله وېش دی چې حقاني خپله ډله د ډېرې برخې حقداره بولي.
د ملا هبت الله او هغه ته د نېږدې اشخاصو له ویناو او دریځونو هم ښکاري چې دوی د مطلق حاکمیت دریځ لري او نه غواړي چې د پخوانیو سیاسي ډلو سره واک شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې که داخلي مخالفتونه یا نړۍوال فشارونه زیات شي، نو دا یو ضعیف امکان شته چې طالبان د محدودې سیاسي موافقې ته غاړه کېږدي.