د افغان رهبرانو اولادونه؛ په سیاست یا خپلواکو شخصیتونو کې د پلرونو دوامدار نفوذ
د ۱۳۹۷ کال د تلې مياشتي ۶مه نېټه د جمعې سهار و، چې د هغه وخت د پارلماني ټاکنو د نوماندانو په منځ کې د افغانستان سیاسي مشرانو د شاوخوا ۱۵ اولادونو سینګار شوې او بيلابيلې څېرې را څرګندې شوې.
دا د افغان مشرانو لومړی ډله ييز ګام و، چې سیاست ته داخل شول او په افغانستان کې یې د واک په ډګر کې خپل بخت وازمایه.
په همدې کې د عبدالرب رسول سیاف زوی حبیب الرحمان سیاف، د محمد محقق زوی باقر محقق، د محمد کریم خلیلي زوی عالم خلیلي، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د سید حسین انوري زوی سید مجتبی انوري، د اسماعیل خان زوی طاها صادق او د ګلبدین حکمتیار زوی جمال الدین حکمتیار هغه کسان وو، چې ځينو يې عصري جاکټونه او پتلونونه اچولي وو او نورو يې د خپلو پلرونو په بڼه په دودیزو جامو کې د پارلمان د څوکيو لپاره سيالي کوله.
البته تر دې وړاندې د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني او د مارشال قسیم فهیم زوی ادیب فهیم هم د خپلو پلرونو د ټولنیز نفوذ له مخې سیاست ته داخل شوي وو.
صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر او ادیب فهیم د ملي امنیت د لومړي مرستیال دندې مخ ته وړلې.
د رهبرانو د اولادونو او د هغوی د پلرونو ترمنځ توپیر
د دې نسل ژوندلیکونو ته کتنه ښیې، چې دوی د پلرونو برعکس، چې اکثرو یې دیني زده کړې کړې وې، ډیریو په پوهنتون او له افغانستان څخه بهر زده کړې کړې.
دوی لږترلږه په څو بهرنیو ژبو خبرې کولی شي، د ټیکنالوژۍ او عصري زده کړو په برخو کې پوهه هم لري.
په ورته وخت کې دغه بڼه له طالب مشرانو او د هغوی له اولادونو سره توپير لري.
د طالب مشرانو اولادونه ډیری دیني زده کړې لري او په عمومي ډول د پاکستان په دیني مدرسو کې يې افراطي مذهبي زده کړې ترلاسه کړې.
په همدې مهال دوی هم سیاست ته د ننوتلو لپاره د خپلو پلرونو موقف کارولی.
د بېلګې په توګه، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د دفاع وزیر، د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د اختر محمد منصور زوی مصباح منصور د افغانستان بانک د یوه چارواکي په توګه دندې تر لاسه کړې دي.
د رهبرانو او د هغوی د اولادونو ترمنځ د سیاليو دوام
نننيو رهبرانو د افغانستان جهاد د زېږېدو شرایط برابر کړل، که څه هم اکثره یې د شوروي د یرغل پر وړاندې په همدې کرښه کې یو ځای جنګېدل؛ خو له بریا وروسته د دوی ترمنځ رقابت او اختلاف زور واخیست او په هېواد کې د سختو جګړو لامل شول.
د رهبرانو اولادونه، چې نن ورځ د افغانستان په سیاست کې یو څه ښکیل دي، د دې دښمنیو اوج ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې دوی پخپله په تیرو کورنیو جګړو کې ښکیل نه وو.
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د همدې دوام یوه بېلګه ده.
نوموړي د ۱۳۹۹ کال د وږې په مياشت کې په یوه غونډه کې په سیاست کې د خپل شتون اعلان وکړ او ویې ویل «زه د خپل پلار لاره او هيلې تعقیبوم. زما پلار هیلي لرلې، چې یوه ورځ به افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ، ټولنیز عدالت او اسلامي اعتدال نظام خاوند وي. زه ځان د دې هيلو مسوول ګڼم او د خپل پلار د دې هيلو د پوره کولولپاره به تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه کوم.»
د ۱۴۰۰ میلادي کال په زمري میاشت کې د کابل له سقوط وروسته احمد مسعود د خپل پلار په څېر د طالبانو پر وړاندې مقاومت اعلان کړ او په پنجشیر کې یې جګړه وکړه.
نوموړی اوس د طالبانو ضد یوې جبهې مشر دی، په داسې حال کې، چې د طالبانو د نورو مخالفو رهبرانو اولادونه هم له افغانستان څخه وتلي او د خپلو پلرونو تر څنګ په سیاسي او مدني فعالیتونو بوخت دي.
داسې ښکاري، هغه صمیمیت چې په تیرو وختونو کې د طالبانو د مخالفو رهبرانو تر منځ موجود و، د دوی د اولادونو تر منځ لږ تر سترګو کیږي او هر یو جلا جلا سیاسي لاره خپله کړې ده.
لکه د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د خپل پلار د پخوانۍ لارې برعکس اوس پر ولسواکۍ او د بیان پر ازادۍ ټینګار کوي.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ټینګار یې کړی: «افغانستان له جګړې ستړی شوی او خلک یې په بد حالت کې دي، هیله لرو چې طالبان به خپله تګلاره بدله کړي او د اساسي قانون پر بنسټ یوه داسې حل لاره پیدا کړي، چې افغانانو ته د بیان ازادي، د ښځو د زده کړې حق او هر هغه څه چې بدلون راولي، که بدلون را نه شي، د خلکو نارضایتي ورځ تر بلې زیاتیږي، دوی به څنګه دا ستونزه هواره کړي».
د رهبرانو لوڼو د نرواکې ټولنې دودونه مات کړل
که څه هم د افغانستان ډېرو دودیزو مشرانو خپلو زامنو ته زمينې برابرې کړې دي؛ خو د ځينو لوڼې هم سیاست ته داخلې شوې دي.
د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم، چې د جمهوري ریاست پر مهال سناتوره وه، اوس په ترکیه کې فعاله ده او د مارشال دوستم بنسټ مشري کوي.
ذکیه محقق د محمد محقق لور، چې د فرانسې له یوه پوهنتون څخه فارغه شوې، په دغه هېواد کې فعاله ده.
د عبدالعلي مزاري لور زینب مزاري او د ډاکټر نجیب الله لور هيله نجیب هم ټولنیز او سیاسي فعالیتونه لري.
د رهبرانو اولادونه او د افغانستان راتلونکی
داسې ښکاري، چې د رهبرانو اولادونه د خپلو پلرونو په پرتله د سياست په اړه ډېر بنسټيز او عصري نظر لري.
دوی د خپلو پلرونو نرواکي او غیر رسمي اړیکې د نويو جوړښتونو او سازماني همکاریو پر ځای کاروي خو دوی تر اوسه د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډ لید ته نه دي رسېدلي. ځینې یې له پارلماني نظام سره لېوالتیا لري. نور بیا فدرالي سیسټم یو مناسب انتخاب ګڼي.
د احمد مسعود په څېر یوې ډلې د طالبانو ماتې ته لومړیتوب ورکړی او تر اوسه یې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه روښانه لیدلوری نه دی وړاندې کړی.
د رهبرانو د زامنو لپاره ننګونې او فرصتونه
د افغانستان سیاسي مشرانو تر ډېره له هېواده تر وتلو وروسته خپل شهرت له لاسه ورکړی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې ډېرې تېروتنې کړې دي.
سربيره پر دې د فساد، قانون ماتونې او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لا هم پر دوی دي، هغه میراث چې رهبران یې له ځان سره لري.
له بلې خوا، په دودیزو ټولنو کې، خلک په سیاسي ډګر کې خورا مهمې پرې (کارتونه) دي او په سیاسي ډګر کې د سیاستوالو په رول کې د خلکو نفوذ خورا اغیزمن کیدی شي.
د داخلي پرمختګونو او د بهرنیو عواملو په وړاندې د جګړې له امله رامنځ ته شويو سیاسي مشرانو، د شهرت او تنظیمي ځواک د مرکز په توګه، د خلکو له ډلو سره (په قومي او مذهبي توګه) خپلې اړیکې ټینګې کړې. همدا اړيکې د اکثرو اولادونه په دې پړاو کې د خپلې سیاسي لوبې د وسیلې توګه کاروي.
د عنعنوي رهبرانو او خلکو تر منځ اړیکي له نننۍ فضا څخه په جلا فضا کې رامنځ ته شوي، خو د تېرې نیمې پېړۍ د خلکو ځانګړنې د نن ورځې له خلکو څخه لرې دي.
د نن ورځې واقعیتونو ته په کتو سره اوس د رهبرانو اولادونه د خپلو پلرونو د لوبو له ډګر او د پخوا په پرتله له بل نسل سره مخامخ دي او دا د دوی لپاره یوه لویه ننګونه ده.
د اوسني نسل د سواد ګراف د تیرو نسلونو په پرتله خورا لوړ دی.
د ننني نسل په تېره بیا د ځوانانو اړیکه له ټولنیزو شبکو څخه نیولې تر کتابونو، سینما او نورو ډېرو اسانتیاوو پورې د معلوماتو له سرچینو سره دومره پراخه ده، چې د هغو خلکو له ټولنیز ژوند سره پرتله کېدای نه شي چې په تړلو ځایونو کې لوی شوي دي.
نو طبعي خبره ده، چې د ولس او په ځانګړې توګه د ځوان نسل د کارت د کارولو لپاره د نن ورځې مشران باید د خپلو پلرونو له طریقو پرته نورې لارې چارې ولټوي، که نه نو د ولس له نفوذ پرته په سیاسي ډګر کې د لوبېدو امکان له لاسه ورکوي.
لکه څنګه چې لیدل کیږي، د نننيو سیاسي واقعیتونو په اړه د ځینو دغو رهبرانو د اولادونو پوهه په دودیزو ټولنو کې د یو ډول واک په میراث ولاړه ده؛ خود دوی د سواد کچه او له عصري پوهې سره اړیکه په ډیرو مواردو کې د خپلو پلرونو په پرتله لوړه ده، مګر تر اوسه يې د خپلو پلرونو په پرتله په سياسي ادبياتو او د تنظيمي او سياسي مديريت په خبرو کې کوم توپير نه دی کړی.
داسې ښکاري چې دواړه اړخونه هڅه کوي سیاسي لوبه د امکان تر حده په دودیز چوکاټ کې تعریف کړي.
رهبران په دې دلیل چې دوی د بل ډول لوبې کولو وړتیا نه لري او له دې ډول لوبې سره عادت شوي او د دوی اولادونه ځکه غواړي چې د خپل پلار سیاسي او ټولنیزه پانګه د خپلو ګټو لپاره وکاروي. خو بیا هم دوی ته چانس شته چې خپل توان او وړتیا ثابته کړي.
د افغانستان کړکیچ یو باثباته حل ته اړتیا لري، چې د دوی لپاره یو مناسب پلیټ فارم وي څو دا وښیې چې ایا دوی یوازې د خپلو پلرونو وارثان دي او یا د افغانستان په سیاست کې نوې لاره پیدا کولی شي.
پایله:
داسې ښکاري، چې تر ډېره حده د سیاسي بریا په اړه د کورنۍ د چلند پام وړ زیاتوالی د یو ډول ویرې او ناامنۍ د احساس سبب کیږي.
د دودیزو اخلاقي بنسټونو له سقوط او د رهبرانو د قضیې په اړه د خلکو د ژورو شکونو له امله، سیاسي لومړۍ کرښې ته د اولادونو په ليږلو سره د پلرونو له خوا د دفاعي کرښې رامینځته کولو یو ډول هڅه لیدل کیږي. دوی هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له ډلو او قشرونو سره خپلواکې اړیکې جوړې کړي، خو ستونزې یې دومره لویې دي، چې په دې برخه کې یې د رهبرانو د اولادونو په منځ کې تر اوسه کومه بریالۍ بېلګه نه شته. د رهبرانو د اولادونو پوهه او د نن ورځې له نویو وسایلو او ځايونو سره اړیکې او له بلې خوا د پلار سیاسي سرمایه، د رهبرانو اولادونه په ژور شک کې اچولي دي.
دوی ته یې دا ستونزمنه کړې ده چې د پلرونو د دودیزې کړنلارې یا د نوې داعيې پروژې او د پلرونو له کنترول څخه د خپلواکۍ اعلان تر منځ کوم یو انتخاب کړي.