حکمتیار: له کور، ځمکې، هټۍ، لاسي کراچۍ او له موټر څخه د مالیې اخیستل ظلم او وحشت دی
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د زوم له لارې ناسته کې د مالیې د اخیستو په تړاو د یوه ګډونوال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «له کور، ځمکې، هټۍ، لاسي کراچۍ او موټر څخه د مالیې اخیستل ظلم او وحشت دی.»
حکمتیار همداراز وایي، هر هغه څه چې له زکات څخه علاوه اخیستل کېږي، جایز نه دي.
نوموړي په دې ناسته کې د مالیې د اخیستو د شرایطو په اړه وویل، چې له اسلامي اړخه د مالیې ترلاسه کول ځيني شرطونه لري، یو دا چې مالیه باید له شتمن کس څخه واخیستل شي او هغه هم په هغه صورت کې چې دغه کس رضایت ولري.
نوموړي په ټينګار سره وویل، چې له غریب او بېوزلو څخه د مالیې اخیستل جایز نه دی.
د اسلامي حزب مشر دغه راز زیاته کړې ده: «هغه کس چې یوازې یوه لاسي کراچۍ لري او څو کیلو ترکاري او مېوه لري، مالیه اخیستل یې ظلم او وحشت دی.»
د نوموړي په وینا: «کسبه کار، هټۍوال، نجار اهنګر او دې ته ورته برخو کې چې څوک فعالیت کوي او ټوله شتمني یې همدا دوکان دی، په دې دوکانونو، بڼ، ځمکې او کور مالیه نه شته.»
حکمتیا وایي، چې مالیه یوازې په شتمني لکه عوایدو، د ځمکې پر حاصل او د شتمن پر شتمنیو ده.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په دغه ناسته کې وویل، چې پر شتمنو ذکات فرض دی، خو د دوی له کور، د سورلۍ له وسایلو او داسې نورو څخه د مالیې اخیستل ناجایز دی.
نوموړي پر دې سربېره اوبه، برېښنا او ځمکه د ټولو ګډ مال وباله او زیاته یې کړه، چې هر کس به د خپل مصرف په اندازه بېل ورکوي.
د هغه په خبره، که یو کس د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله پر خپل وخت بېل پرې کولی نه شي، نو جریمه کول یې سره له دې چې جایز نه دی، هېڅ توجهه هم نه لري او نورې لارې باید ورته وکتل شي.
د اسلامي حزب مشر په داسې حال کې د مالیې د شرایطو په اړه خبرې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه ډله د مالیې ترڅنګ له خلکو عُشر او زکات هم اخلي، چې د ډېریو کروندګرو او باغ لرونکو له پراخو نیوکو سره مخ دی.
نیوکه کوونکو په وار-وار سره ویلي دي، چې طالبان د خپلو عوایدو او لګښتونو د پوره کولو زور له دوی څخه باسي او پر ظالمانه مالیې سربېره له دوی څخه عُشر او زکات اخلي.
د هغو سندونو له مخې چې څه موده مخکې د انټرنېټي هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د معلوماتي بانک څخه افشا کړي، په کې په ډاګه شوې چې د دغې ډلې د کرنې وزارت د عُشر او زکات راټولولو لپاره یو خپلواک ریاست جوړ کړی دی.
خپاره شوي اسناد ښيي، چې دغه ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو څخه د درنې مالیې ترڅنګ د عُشر او زکات راټولولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.
طالبان د خلکو له زراعتي حاصلاتو او مالدارۍ په پراخه توګه عُشر او زکات اخلي.
دغې ډلې تر خپلې بشپړې واکمنۍ مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام پر مهال له بزګرانو څخه د عُشر او زکات په نوم باجونه ټولول.
له دې سره، په بېلابېلو ولایتونو کې شتمنو کسانو هم شکایتونه کړي، چې دوی چمتو نه دي چې طالبانو ته زکات ورکړي او دوی غواړي چې خپله په ټولنه کې اړمنو کسانو ته زکاتونه ووېشي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.