افغان ابدالیان کرېکټ لوبډله د سریلانکا او ایرلنډ سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي
د اسیا ایمرجېنګ جام اتلان، افغان ابدالیان (د افغانستان الف کرېکټ لوبډله) د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا او ایرلنډ الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د مې تر ۲مې نېټې به دوام وکړي. د دې لړۍ په ترڅ کې به اووه یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.
یاده دې وي، چې د افغان ابدالیانو لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۴ کال اتلولي خپله کړې وه.
دا لومړی ځل و، چې د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله د اسیا په کچه د دومره سترو سیالیو اتلولي ګټي.