په افغانستان کې وروستیو سیلابونو او ورښتونو ۸۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د هېواد په سویل او سویل لوېدیځو درې ولایتونو (فراه، کندهار، هلمند) کې وروستیو ورښتونو او سختو بارانونو نږدې ۳۹ کسان وژلي او ۴۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په فراه ولایت کې ۲۴ کسان، په کندهار کې ۹ کسان او په هلمند کې شپږ کسان وژل شوي.

د طالبانو دغې ادارې ویلي، د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله تر اوسه ۲۴۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او تر ۶۰ نور زیانمن شوي دي. د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، د نورو بارانونو امکان هم شته.

دا ورښتونه د فېبرورۍ په ۲۵ پېل شوي او لا هم روان دي.

دغه ادارې پر اېکس پاڼې کاږلي، چې ‏‏د هوا پېژندنې د نړۍوالې نقشې پر بنسټ، په کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، تخار، بدخشان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سالنګونو په شمول د نسبتا سختو بارانونو، تالنده برېښنا او واورې ورېدو ترڅنګ د ناڅاپي سېلابونو اټکل هم شته.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۹ میلیونه کسان د اقلیمي خطرونو له امله اغېزمن شوي دي.

په دغو اغیز من شویو کسانو کې پنځه سوه زره یې د سېلابونو، وچکالۍ او نورو ناورینونو له امله بې ځایه شوي دي.