افغانه نجلۍ: که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه وای اوس به مې پوهنتون خلاص کړی و

د طالبانو د دوامداره بندیزونو او محدودیتونو تر سیوري لاندې، افغانې نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو لېرې، د ناهیلۍ او بې انگیزې ژوند په تل کې په ناهیلۍ او مات زړه شپې سبا کوي.

ډېر شمېر نجونو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو یې ژوند په زندان بدل کړی، داسې احساسوي لکه په یوه قفس کې چې اوسېږي، هېڅ ډول ازادي نه‌ لري او د راتلونکي په اړه نابینا دي.
د ننګرهار اوسېدونکې حلیمه چې له حقوقو او سیاسي علومو فارغه ده او د یوې نړۍوالې ادارې کارکوونکې وه، دا مهال د خپل ژوند تر ټولو ناهیلې او بې انګېزې ورځې تېروي.
نوموړې وایي: «ان سهار چې له خوبه وېښېږم، د ژوند کولو لپاره په ځان کې هېڅ انرژي نه وینم او نه غواړم وېښه شم.»
هغې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د ژوند په داسې پړاو کې یم چې ډېرې ورځې سهار راوېښېدو ته هېڅ انګېزه او انرژي نه‌لرم. حتی غواړم هېڅ وېښه نه شم، ځکه د طالبانو د بندیزونو له امله مسلسل په کور کېناستو راته د کور څلور دېوالونه په زندان بدل کړي دي.»
دا یوازې حلیمه نه ده چې د ژوند بې برخلیکه شېبې تېروي، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له هرو لسو نجونو څخه ۸ یا اوه یې له ورته رواني حالت او بې برخلیکۍ څخه ځورېږي.
د کابل اوسېدونکې لیمه چې اوسمهال په یوه سینګارتون کې د کسب ترلاسه کولو په موخه په دنده بوخته ده هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د خپل د ناسم رواني وضعیت په اړه خبرې کړي.
لیمې ویلي، چې که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه وای، اوس به یې پوهنتون خلاص کړی و.
هغې په خبرو کې وویل: «د ژوند تر ټولو بده شېبه مې هغه وخت وه، چې د کانکور امتحان مې ورکړ او د خپلې د خوښې وړ رشتې (هنرونو) ته بریالۍ شوې وم، خو د پوهنتون ارمان د طالبانو له راتګ سره خاورې شو.»
هغې زیاته کړه: « که څه هم د هنر او فېشن برخه مې د خوښې وړ مسلک دی، خو غوښتل مې په دې برخه کې لوړې زده کړې وکړم او په مسلکي توګه خپل کارونه وکړم. په لومړیو کې مې یو څه تمه وه چې ښایي د طالبانو بندیزونه لنډمهاله وي، خو بدبختانه اوس مو په دې برخه کې ټولې هیلې پای ته رسېدلي دي.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر‌ وړاندې د ښوونځیو دروازې بندې کړې، بیا یې له پوهنتونونو منع کړې او ان په دې وروستیو کې یې د نجونو پر طبي زده کړو هم بندیزونه ولګول.
د کابل پوهنتون د ادبیات پوهنځي د درېیم کاله محصله مینه وایي، چې د طالبانو سیاستونو او د ښځو ضد تګلارو د راتونکي په اړه دومره ناهیلې کړې، چې فکر کوي په ژوند کې یې هېڅ رڼا نه شته یا مخ ته تګ لپاره هېڅ څرک نه ویني.
نوموړې وایي: «د خپل ژوند په یوه تیاره برخه کې یم، فکر کوم یا مې لار ورکه کړې او یا داسې ځای ته راغلې یم چې د مخته تللو لپاره هېڅ د رڼا څرک نه شته. دې حالاتو مې حوصله اخیستې، کله ژاړم، په یوه جلا خونه کې کېنم، کله مې د زړه تنګون له امله هر څه خوري. ځکه په هېواد کې ښځې حتی د انسانانو له ډلې او انساني حقونو اېستل شوي او د کور تر څلورو دېوالونو محدودې شوې دي.»
مینه ټینګار کوي، کله چې د روان وضعیت د بدلون په اړه فکر کوي، لا ډېر رواني فشار سره مخ کېږي او داسې تصور کوي، چې دا بد حالت یوازې خوب دی او هېڅ پای نه لري.
نوموړې هم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه: «کله چې غواړم ځان ته هیله او انګېزه ورکړم نو وایم، خیر دا وخت به تېر شي، خو ناڅاپه مې ذهن رانه پوښتي، اخر کله؟ له دې پوښتنې سره زړه مې ډوب شي، غواړم چیغې ووهم او له دې بد خوب راوېښه شم، خو نه دا خوب نه دی، زه په رڼو سترګو د هېواد د ښځو او نجونو دومره بد حالت ګورم.»
په ورته مهال، په هېواد کې داسې نجونې هم له ناوړه روغتیایي وضعیت سره لاس او ګرېوان دي، چې حتی بوختیا او دنده لري او هر سهار په یوه هیله له کور څخه وځي.
مدینه په جلال اباد ښار کې د نجونو په یوې خصوصي مدرسه کې چې تر دولسم ټولګي په کې نجونو ته درس ورکول کېږي، د دري مضمون ښوونکې ده.
نوموړې هم له داسې بد رواني وضعیت سره مخ ده، چې حتا د خبرو کولو پر مهال یې سترګو کې اوښکې راټولې شوې.
هغه وایي: «هېڅ داسې څه نشته چې ورته وګورم یا یې را یاد کړم او زړه مې پرې ښه شي. یوازینۍ خوشحالي راته دا ده، چې هر سهار مدرسې ته ځم او وړو زده کوونکو ته مې درس ورښیم. لږ تر لږه ځان نېکمرغه ګڼم چې یو فرصت لرم او د هېواد لوڼو ته مې تدریس کوم.»
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه نږدې څلور کاله تېرېږي، خو ۱۲۵۴ ورځې کېږي، چې د نجونو پروړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي او د وخت په تېرېدو سره هېڅ داسې نښه نه لیدل کېږي، چې د طالبانو تګلاره دې په برخه کې بدله شي.
د افغان ښځو د حقونو فعاله او معترضه پروانه ابراهیم خېل وایي، چې له هر پروګرام وروسته له یوازینۍ تکرار پوښتنې سره چې مخ کېږم، دا ده چې د افغانستان راتلونکی به څنګه وي؟
هغې په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغانستان راتلونکی د دوو نسلونو ترمنځ وینم، یو هغه ځوانان چې په درېیم، څلورم او پنځمې لسیزه کې اوسېږي، په اوسني عصر کې د راتلونکي لپاره هڅې کوي او بل هغه عمر خوړلي کسان دي، چې په شپږم، اووم او اتمې لسیزه کې ژوند کوي، دا کسان په اوسني وخت کې کمې هڅې کوي او راتلونکي ته ډېرې هیلې لري.»
د نوموړې په وینا، په دې منځ کې یو څه ورک دي او هغه دا دي، چې دوه نسلونه دوه متفاوت لوري لري او دا د دې لامل شوی چې اوسنی ځوان نسل په یوې خلاء کې پاتې شي او شرایط ورته د درک وړ نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د دغې ډلې د ناوړه سیاستونو او تګلارو له امله په ټول هېواد کې پر رواني فشار او ژور خفګان د اخته نجونو او ښځو شمېر اوج ته رسېدلی او ان ډېری دغه نجونې او ښځې د بې برخلیکۍ او نامعلوم وضعیت له امله د ځان وژنې په اړه هم فکر کوي.