له افغانستان سره د اړیکو د خړپړتیا له امله، پاکستان د کډوالو پر وړاندې زور زیاتی کړی دی

پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې دي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې کابل د اسلام اباد د اوږدې مودې مخالف هند سره اړیکې پیاوړې کوي. پاکستان د افغان کډوالو په اړه سخت سیاست اختیار کړی، ترڅو له خپلې خاوره د شاوخوا څلور میلیونه افغانانو بیرته ستنیدل عملي کړي.

د کارکل په نامه ویب پاڼه، چې په اسیایي هېوادونو کې د سیاسي حالاتو څارنه کوي او لیکنې پرې خپروي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلو حالاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو زورولو او بېرته ستنولو باندې تمرکز کوي. مقاله کې، د پاکستان سره د ترینګلو حالاتو ترڅنګ، د هند سره د طالبانو اړیکو ته هم کتنه شوې ده.

په مقاله کې راغلي چې پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې مخ په خرابېدو دي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې کابل د اسلام اباد د اوږدې مودې مخالف هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي. په هر حال، هند د پاکستان د زیاتېدونکو اندیښنو له مهمو لاملونو څخه دی.

مقاله کې راغلي، چې اسلام اباد ویره لري چې د بلوڅ ملتپال غورځنګ به په خېبر پښتونخوا کې ناکرارۍ رامنځته کړي، چې د پښتنو اکثریت سیمه ده، چېرې چې په حکومت کې د پنجابي واکمنۍ د زیاتوالي په وړاندې کرکه لا دمخه څرګنده شوې ده. که په سیمه کې اسلامپاله خوځښتونه زور واخلي، په خېبر پښتونخوا کې دننه ډلې به له افغانستان سره یو ځای شي، چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته جدي ګواښ پېښوي. چارواکي دا اندیښنه هم لري چې په هېواد کې افغان کډوال، چې ډېری یې په خرابو شرایطو کې ژوند کوي، د دې ډلو له‌خوا په اسانۍ سره کارول کیدی شي."

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی، پاکستان د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی، چې ډېری یې په اصل کې د امریکا او طالبانو د جګړې پر مهال پناه غوښتې وه.

زرګونه کسان د پولې هاخوا په زوره اېستل کیږي چې اسلام اباد یې د امنیتي تدابیرو ادعا کوي. په هرصورت، دې کړکیچ یو سخت بشري ناورین رامنځته کړی. په‌داسې حال کې چې ځینې اېستل شوي کسان ممکن د طالبانو یا نورو اسلامپالو ډلو له‌خوا د استخدام لپاره زیان منونکي وي، ډېری یې د متحده ایالاتو یا د پخواني لویدیځ ملاتړ لرونکي افغان حکومت سره د دوی د اړیکو له امله د طالبانو له ځورونې څخه د تېښتې لپاره له افغانستان څخه تښتیدلي دي. د دوی اجباري ستونل اوس دوی د غچ اخېستنې له جدي خطر سره مخ کړي.

هغه کډوال چې ژوند یې تر ګواښ لاندې دی

په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان په پراخه کچه هڅې پیل کړې ترڅو شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې په تېرو څلورو لسیزو کې دغه هېواد ته داخل شوي وو، بېرته ستانه کړي. په داسې حال کې چې چارواکو په پیل کې یو څه انعطاف ته اجازه ورکړه، مګر حکومت اوس د مارچ ۳۱ نېټه ټاکلې ده ترڅو ټول بې اسناده بهرني اتباع وباسي، او د جنورۍ راهیسې د لټون عملیات ګړندي شوي دي.

د روان کال له پیل راهیسې، چارواکو په اسلام اباد کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان بندیان کړي او تر ۱۸۰۰۰ ډېر یې د حکومت په امر له پلازمېنې او ګاونډي ښار پېنډۍ څخه وتلو ته اړ کړي دي. په دوی کې هغه کسان هم شته چې له امریکا سره یې د طالبانو پر ضد کار کړی، چې ځینې یې امریکا ته د وتلو په تمه وو. د دوی ځای پر ځای کول وروسته له هغه ودرول شول چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتیدنې پروګرام ځنډولو اجراییوي فرمان صادر کړ.

نن هم په پاکستان کې شاوخوا شل زره افغانان د انتظار شېبې شماري او د بیا مېشتیدنې لپاره د امریکا د تصویب په تمه دي. د ډېرو لپاره، افغانستان ته ستنیدل د ژوند بایللو په مانا ده. په جبري توګه د هغوی بېرته لیږل د ځینو لپاره د مرګ سزا ده.

د کډوالو بېرته ستنولو تر شا سیاست

د هند او افغانستان تر منځ پیاوړې اتحاد کولای شي د پاکستان مخ پر خرابېدونکي سیاسي فضا نوره هم کړکیچنه کړي. په خېبر پښتونخوا کې د بې ثباتۍ له خطر څخه هاخوا، اسلام اباد ویره لري چې د حکومت مخالفې ډلې به د اسلامي امارت د جوړولو لپاره د طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي - کوم چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت په پرتله خورا سخت دریځه دی او اوسنی مشرتابه یې په ریښتیا اسلامي نه پیژني. سربیره پردې، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو د روزنې یو مرکز و، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه جهادیان جذبوي. د دغو وسله والو په اړه، اسلام اباد اندیښنه لري چې کیدای شي په اسانۍ سره د افغانستان له‌خوا هم سمبال شي.

پاکستان د طالبانو په مشرۍ حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په کنټرولولو کې د ناکامۍ پړه اچوي، یوه وسله واله ډله چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د جوړیدو راهیسې څو ځله د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي.

په داسې حال کې چې د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ډارولو او ډله ییزو نیولو راپورونه په نړۍواله کچه له نیوکو سره مخ شوي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له اسلام اباده غوښتي چې له افغان اتباعو سره نور هم انساني چلند وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند تورونه "بې ځایه" بللي او پر کابل یې غږ کړی چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي. د ډېری افغانانو لپاره، دا اجباري اېستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د ذلت سرچینه هم ده، چې افغانستان کولی شي د پاکستان ضد بیاناتو کې ترې ګټه پورته کړي.

د لسیزو راهیسې، پاکستان، چې د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو لپاره د یوه وطن په توګه تاسیس شوی، په خپل اسلامي هویت ویاړي، افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د طالبانو په ګډون د افغانستان د اسلامي تګلارې د جوړولو لپاره کار کوي.

پراخې اغیزې

پاکستان او افغانستان دواړه جګړه ځپلي هېوادونه دي، چې د بې ثباتۍ او ژورو اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګریوان دي، د بهرنۍ پانګونې د نشتوالي له امله خراب شوي چې د بیا رغونې لپاره یې لږ امید پاتې دی. سره له دې چې پاکستان د بشري پراختیا په شاخص کې ټیټه درجه لري او د سړي سر ناخالص تولید کمزوری دی، بیا هم د افغانستان په پرتله د ژوند ښه شرایط وړاندې کوي. د ډېرو افغانانو لپاره، په پاکستان کې پاتې کیدل یو نا امیده انتخاب دی.

په هر حال، پاکستان نور نه شي کولی دا بار په اقتصادي یا سیاسي توګه په غاړه واخلي. د افغان کډوالو د جبري اېستلو پرېکړه کیدای شي لنډمهاله فشارونه کم کړي، مګر دا د ژورو ناکراریو ګواښ لري. دغه اقدام کولی شي د حکومت په وړاندې کورني مقاومت ته وده ورکړي، په داسې حال کې چې افغانستان ته فرصتونه رامنځته کړي چې د پاکستان په مخ په زیاتیدونکي بې ثباتۍ کې ترې ګټه پورته کړي. په منځ کې نیول شوي عادي خلک دي چې مجبور دي کړاو ته اړ شي، ځکه چې سیاست د دوی برخلیک ټاکي.