رسنۍ: افغان کډوال د جرمني د نوي حکومت له خوا نه اېستل کیږي
په جرمني کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو وروستي چارټر الوتکې ته سخت غبروګونه ښکاره کړي او دا چاره یې د جرمني د ناامنه کولو په مانا یاده کړې.
د جرمني له پارلماني ټاکنو یوازې څو ورځې وروسته له اسلام اباد څخه یوه چارټر الوتکه له ۱۵۵ افغانانو سره برلین ته ورسېده. د کورنیو چارو د فدرالي وزارت په وینا، له نیمایي څخه ډېر دا خلک د فدرالي داخلي پروګرام له لارې راغلي دي.
د جرمني رسنۍ ډي ډبلیو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د دې غبرګونونو په اړه په راپور کې ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې د جرمني نوي حکومت دوی ته اجازه ورکړې چې هېواد ته ننوځي، چې دا د سخت سرحد کنټرول ژمنه ماتوي؛ مګر دا ریښتیا نه ده.
ډي ډبلیو لیکلي، په اېکس کې په یوه زیات کتل شوي پوسټ کې، یو کارونکي ادعا کړې "په جرمني کې، پولې د انتخاباتو څخه ۲۵ ساعته وروسته خلاصې شوې. ۴۸ ساعته وروسته د افغان کډوالو الوتکه برلین ته ورسیده. ښکاري جرمني کې په پلان شوي توګه برید کیږي.دغه پوسټ لا دمخه له ۲۰ میلیون څخه ډېر لیدونکي لري.
په یوه بل پوسټ کې، یو کاروونکي ادعا وکړه چې د ۱۵۵ افغانانو الوتکه په برلین کې ښکته شوه او ۱۲،۰۰۰ نور به راشي. جرمني د "مرکز حق" په نوم (سي ډي یو) ته وروسته له هغه رایه ورکړه چې دوی د افغان کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه. خو دوی یوازې ۴۸ ساعته وروسته خپله ژمنه مات کړه.
ډي ډبلیو لیکي، په جرمني کې د فېبرورۍ د ۲۳ د ټولټاکنو وروسته لا تر اوسه کوم نوی حکومت وجود نه لري. پهداسې حال کې چې محافظه کاره ګوند (سي ډي یو) چې مشري یې فریدریش میرز کوي، ټاکنې وګټلې، یو نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی. د احتمالي شریکانو سره د ایتلاف خبرې اترې به ډیر ژر پیل شي.
د دغو افغان کډوالو راتګ د حکومت له خوا مخکې له مخکې پلان شوی و. د جرمني خبري اژانس ډي پي ای د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، تر نیمايي زیات افغانان د افغانستان لپاره د جرمني د فدرالي ادارې د داخلېدو د پروګرام له لارې چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷مه ترتیب شوي وو، له افغانستان څخه جرمني ته راغلي دي. دا د جرمني د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په ځانګړي ډول زیانمنونکي کسان دي چې له هېواد څخه اېستل شوي دي.
پاتې مسافر د داخلي نورو پروګرامونو لکه، د سیمه ییزو ځواکونو کړنلاره، د بشري حقونو لېست او د پل جوړونې پروګرام چې د طالبانو له نسکوریدو وروسته رامځته شوي له لارې جرمني ته راغلل.
دا پروګرامونه په ځانګړې توګه په سیمه ییزو ځواکونو تمرکز کوي چې د جرمني او نړۍوالو سرتېرو ملاتړ کوي، د ډیموکراسۍ فعالین او هغه خلک چې د جنسي یا جنسیت د هویت له امله د طالبانو لهخوا ګواښل کیږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جرمني حکومت ژمنه کړې چې شاوخوا ۴۵ زره افغانان او د هغوی کورنۍ به چې له ګواښ سره مخامخ دي جرمني ته راولي. د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر میاشتې پورې له ۳۳،۲۰۰ څخه زیات افغانان د افغانستان لپاره د فدرالي داخلي پروګرام له مخې جرمني ته داخل شوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې جرمني د هغو افغانانو د ننوتلو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې چې پخوا یې د کابل له سقوط مخکې د جرمني چارواکو او موسسو لپاره کار کاوه.
د رسنیو راپورونو ترمخه په جرمني کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د اسلام اباد نه دوه الوتنې په لنډ وخت کې لغوه شوې وې. څرنګه چې په کابل کې د جرمني سفارت فعال نه دی، نو دغه کسان باید په خپله اسلام اباد ته سفر وکړي. په پاکستان کې له اوږده انتظار، امنیتي تصفیې او د ویزې له ورکولو وروسته بیا دوی ته اجازه ورکړل شوه چې جرمني ته داخل شي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي ای په وینا، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې اندېښنې راپورته کړې چې افغان اتباعو ته د مارچ تر پایه له اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه د وتلو لارښوونه شوې ده. له اسلام اباد څخه د ډي ډبلیو راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو د شړلو لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړي، د طالبانو ډېری مخالفین د اسلامپالو رژیم لهخوا واکمن هېواد ته د بیرته ستنیدو په خطر کې دي.
کډوالۍ او اخراج د جرمني په وروستیو پارلماني ټاکنو کې له مهمو موضوعاتو څخه وو. دې په جرمني کې د مېشتو بهرنیو اتباعو د اېستلو په اړه انلاین ډېری ناسمو معلومات غبرګونونه راپارولي دي او په دغه هېواد کې د افغان اتباعو په ګډون د کډوالو د مرګونو بریدونو وروسته افغانستان ته د اېستلو د زیاتیدو غوښتنې زور اخیستی دی.