د اتلانو جام سیالۍ؛ پاکستان نن د بنګلهدېش پر وړاندې لوبېږي
د اتلانو جام سیالیو پر دوام؛ د پاکستان ملي لوبډله نن د بنګلهدېش لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د راولپنډۍ په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
پاکستان او بنګلهدېش چې لا له وړاندې خپلې دوه لوبې بایللې؛ نیمه پایلوبې ته یې د ورتګ چانس له لاسه ورکړی.
په اې ګروپ کې هند او نیوزېلنډ د دوه، دوه لوبو په ګټلو سره دواړه لوبډلې څلور، څلور امتیازه لري او د خپل ګروپ مخکښې لوبډلې دي.
دغو دواړو لوبډلو دارنګه نیمه پیایلوبې ته هم لار موندلې ده.
پاکستان بیا تر دې دمه د خپل ګروپ تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.
په بي ګروپ کې بیا تر دې دمه سوېلي افریقا او اسټرالیا لوبډلې تر ټولو مخکښې دي او افغانستان بیا د یوې بریا سره درېیم ځای لري؛ خو د تېرې شپې ماتې وروسته نیمه پایلوبې ته د انګلنډ لوبډلې چانس هم خلاص شو.
په بي ګروپ کې لا نیمه پایلوبې ته ورتلونکې لوبډلې نه دي په ډاګه شوې.
د دغه ګروپ د دوو راتلونکو لوبو وروسته به نیمه پایلوبې ته د ورتلونکو لوبډلو نومونه په ډاګه شي، چې سبا د افغانستان او اسټرالیا تر سیالۍ وروسته به له بي ګروپ څخه نیمه پایلوبې ته د تلونکې یوې لوبډلې نوم په ډاګه شي.