سچن ټنډولکر: په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان دوامداره پرمختګ الهام بښوونکی دی

د هند کرېکټ پېژندل شوي ستوري سچن ټنډولکر د انګلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې د بري په اړه لیکلي، په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان دوامداره پرمختګ او وده الهام بښوونکې ده.

نوموړي دارنګه د افغان کرېکټ لوبډلې تر بري وروسته پر اېکس پاڼه د ابراهیم ځدراڼ د توپ وهنې او د عظمت الله عمرزي د توپ اچونې ستاینه کړې ده.
هغه لیکلي: «د ابراهیم ځدراڼ له‌خوا یوه غوره سلیزه او د عظمت الله عمرزي له‌خوا په زړه پورې پنځه وېکیټې، د افغانستان لپاره د یوه بل ستر بري لامل شو.»
نوموړي د خپل یادښت په وروستۍ کرښه کې د لوبې په اړه لیکلي: «ښه لوبه وشوه.»
افغانستان بېګاه شپه د اتلانو جام سیالۍ په خپله دویمه لوبه کې د انګلنډ پر وړاندې په دغو سیالیو کې خپله لومړی بری ثبت کړ.
دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله د اتلانو جام په سیالیو کې ګډون کوي.
افغان لوبډلې د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې له سوېلي افریقا ماتې خوړلې وه.
سبا به افغان لوبډله په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د دغې لوبې ګټوونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.