افغانستان کې د سېلابونو نوې څپه؛ په هلمند کې سېلابونو شپږ تنه مړه کړي دي

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې په هلمند کې د سېلابونو له امله شپږ تنه مړه شوي او لس نور ټپیان دي. دغه ریاست ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغه ریاست د مالوماتو له مخې، دغه سېلابونه په مرکز لښکرګاه، ګرشک، سنګین، موسی کلا، نوزاد او باباجي ولسوالیو کې راوتلي دي.
دغه ریاست زیاته کړې، چې تر شلو ډېرې کورنۍ د سېلابونو د ګواښ له امله خوندي ځای ته لېږدول شوې دي.
ځایي خلک بیا وایي، ښایي د دغو سېلابونو له امله د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
له بل پلوه د کندهار ځایي خلک وایي، چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو موټر اوبو وړی چې په کې سپاره دوه کسان مړه شوي دي.
له دغې پېښې وروسته په کندهار کې د طالبانو نوي امنیه قوماندان امر کړی، چې امنیتي مسوولان دې چا ته اجازه نه ورکوي چې له بې احتیاطۍ کار واخلي او په ډېرو اوبو کې د اوبو هاخوا د اوښتو هڅه وکړي.
تېره ورځ هم په فراه ولایت کې طالب چارواکو ویلي و، چې د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د شړکنده باران او سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د طالبانو ولایتي مسوولانو ويلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په کندهار ولایت کې هم تېره ورځ د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی و، چې له کبله يې درې ماشومان او یوه ښځه مړه شوې وه او درې نور کسان ټپیان وو.
له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بارانونه او سخت سېلابونه راوتلي، چې د ځاني زيان تر څنګ یې مالي زيانونه هم اړولي دي.‏
له بل پلوه وړمه ورځ د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی و، چې (د کب په ۷مه نېټه) ۳۲ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.