سپنتا عطا ته: تر سپکاوي مخکې باید لومړی پوښتنه وکړو

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر له طالبانو سره د جګړې د دوام پر ملاتړکوونکو د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور نیوکې ته غبرګون ښودلی دی. ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ویلي، هغه کسان چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره جنګېږي، درناوی دې یې وشي.

سپنتا عطا محمد نور ته په خطاب کې وویل، چې تر سپکاوي مخکې باید وپوښتل شي او څېړنه وشي.

عطا محمد نور د طالبانو ضد د یو شمېر سیاسي مشرانو په یوې مجازي ناسته کې پر هغو کسانو سخته نیوکه وکړه، چې پر طالبانو د سولې خبرو ته باور نه لري او یوازې پوځي لاره د افغانستان د کړکېچ یوازینی حل ګڼي.

نوموړي وویل، که هغوی پر جګړې باور لري نو باید خپل زامن د جګړې ډګر ته واستوي.

عطا محمد نور د کوم ځانګړي کس نوم نه دی اخیستی، خو د مقاومت او د ازادۍ جبهې مشرانو په وروستۍ ویانا ناسته کې وویل، چې طالبان سولې او مذاکرې ته غاړه نه ږدي او یوازینۍ لاره دا ده، چې دا ډله د پوځي فشار او وسله‌والې جګړې له لارې مذاکراتو ته اړ کړل شي.

یاسین ضیا د سلواغې ۳۰مه وویل، چې ځیني شخصیتونه د سولې د ناستو په جوړولو سره د طالبانو پر ضد د جګړو مشروعیت ته زیان رسوي او خلک له جګړې څخه وېروي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا جګړه د افغانستان د ازادۍ لپاره ده.

سپنتا چې د ویانا ناستې یو له مهمو ګډونوالو څخه و، د چهارشنبې په ورځ پر اېکس د افغانستان انترنشنل یوې ویډیو ته چې د عطا محمد نور څرګندونې یې خپرې کړې وې ولیکل: «مبارزه بېلابېلې بڼې لري او د هغو کسانو ترمنځ باید توپیر وشي، چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي او هغه کسان چې جګړې ته هڅوي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې باید ټولو هغو کسانو ته درناوی وشي، چې د خپلې وسې په اندازه مبارزه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه، چې دی د جګړې وړتیا نه لري او هېڅکله یې د جګړې ادعا نه ده کړې.

نور وايي، سیاسي اجماع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره لومړی ګام دی.

د طالبانو د مخالفو مشرانو په دې انلاین غونډه کې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا غړي یونس قانوني وویل چې ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د یو لوی بدلون کال دی او هغه وسله واله ډله چې د یوې معاملې په ترڅ کې واک ته رسیدلې، نن یې د زوال نښې ښکاري.

د طالبانو د مخالفو مشرانو دغه غونډه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان خیر محمد خیرخواه د تلین په مناسبت جوړه شوې وه.