د انګلینډ پر وړاندې ۱۷۷ منډې؛ ابراهیم ځدراڼ د هندي لوبغاړي کپل دیو ریکارډ مات کړ

د اتلانو جام سیالیو په دوام د افغان کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکي ابراهیم ځدراڼ نن د انګلینډ پر وړاندې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او ګڼ ریکارډونه یې مات کړل، چې پکې د هند د پخواني کپتان کپل دیو ریکارډ هم شامل دی.

۲۳ کلن افغان توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ۶ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې شاملې وې.

ابراهیم ځدراڼ په دې لوبه کې یو شمېر ریکارډونه جوړ کړل.

هغه د ای سي سي په چیمپینز ټرافي سیالیو کې د سلیزې وهلو لومړی افغان لوبغاړی شو. همداراز، هغه د افغانستان لپاره د نړۍوال جام په تاریخ کې هم د سلیزې وهلو لومړی لوبغاړی دی.

ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ستره انفرادي پاڼۍ ترسره کړې، چې ۱۷۷ منډې وې. نوموړي خپل پخوانی د ۱۶۲ منډو ریکارډ مات کړ.

ابراهیم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو سره د چیمپینز ټرافي په یوه پاڼۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ویاړ هم خپل کړ، تر دې وړاندې دا ریکارډ د انګلینډ توپ وهونکي بین ډکټ سره و، چا چې د همدې سیالیو په یوه لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ۱۶۶ منډې جوړې کړې وې.

ابراهیم ځدراڼ د ای سي سي په یو ورځنیو سیالیو کې د ډېرو منډو په جوړولو سره د اسیايي لوبغاړو په لېست کې د هندي لوبغاړي کپل دیو څخه مخکې شو او دویم مقام ته ورسېد.

کپل دیو د ۱۹۸۳ نړۍوال جام کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې وې.

په دې لېست کې لومړی مقام د هندي ستوري ساروو ګنګولي سره دی، چا چې په ۱۹۹۹ نړۍوال جام کې د سریلانکا پر وړاندې ۱۸۳ منډې جوړې کړې وې.

سربېره پر دې، ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو سیالیو په لږو لوبو کولو سره د شپږو سلیزو جوړولو ویاړ هم ترلاسه کړ.

ابراهیم ځدراڼ دا ویاړ یوازې په ۳۵ لوبو په کولو سره او نوم یې د کوینټن ډي کاک، ډیرل میچل او شبمن ګیل سره یو ځای شو.