عدنان سمېع: ‏د ډیورنډ کرښې د غچ‌اخیستنې لپاره افغانستان ته مبارکي وایم

د کرېکټ په چمپینز ټرافي یا اتلانو جام کې د انګلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي اتلانو بري ته د پرله‌پسې غبرګونو په دوام، هندی سندرغاړی عدنان سمېع وايي، ‏چې د ډیورنډ کرښې د غچ‌اخیستنې لپاره افغانستان ته مبارکي ورکوي.

نوموړي دا موضوع د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه لنډ پیغام کې چې د ګڼو افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې، مطرح کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې سیالۍ انګلېنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغان ملي اتلانو پر دغه تاریخي او حیرانونکي بري د افغانستان د جمهوري نظام د دوو پخوانیو ولسمشرانو، حامد کرزي او محمداشرف غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکو هم خوښۍ څرګندونې کړې دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د خپل کرېکټ په شاوخوا دوه نیمې لسیزې تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د چمپینر ټرافي یا اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې او د انګلېنډ پر وړاندې یې د خپل لومړني بري یو بریالی څپرکی پرانیست.