د انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر: په افغانستان کې مېرمنې له سخت حالت سره مخ دي

د انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاس بټلر په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په دغه هېواد کې ښځې له ناوړه حالت سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

بټلر له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې له افغانستان سره د لوبې ترسره کول د انګلستان د کرېکټ بورډ پرېکړه ده.
هغه زیاته کړې، چې د انګلستان او افغانستان ترمنځ لوبه به افغان مېرمنو ته هیله ور وبښي او په دغه ډول سختو شرایطو کې به د دوی لپاره د تفریح لامل شي.
په دغې خبري ناسته کې بیا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وویل: «ټول غواړي، چې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړي هم وشي کولای، کرېکټ وکړي.»
خو هغه د برېتانیا له‌خوا د افغانستان سره د لوبې د پرېکون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ لوبغاړي یو او یوازې هغه څه چې په لوبغالي کې کېږي پرې کار کولای شو، سیاست زموږ په واک کې نه دی.»
ورته مهال د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروې امیري هم له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په اتلانو جام کې د افغانستان او برېتانیا ترمنځ د لوبې پرېکون «د افغانستان د ښځو پر وضعیت کوم اغېز» نه کوي.
د هغې په وینا، د برېتانیا له‌خوا د لوبې سره پرېکون یوه مناسبه حل لار نه‌ ده.
د برېتانیا د کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام په یوې حساسه لوبه کې نن چهارشنبه (د کب ۸مه) د افغانستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د پاکستان په کوربتوب د لاهور په قذافي کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.