د تورخم دروازې پنځه ورځنۍ تړل کېدا ۱۲ میلیونه ډالره زیان اړولی

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

نن پنځمه ورځ ده، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د پاکستان له‌خوا د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د دغې دروازې د تړل کېدو له امله نه یوازې په دغه لاره تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون مساپرو ته ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ هم په ټپه ولاړې دي.

د پاکستان د ګمرکاتو چارواکو ویلي، چې د تورخم بندر وروستۍ تړل کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سیاست باید له سوداګرۍ جلا شي؛ د تورخم دواړو غاړو ته د نورو سوداګریزو توکو ترڅنګ په میوو او سبو بار سلګونه لارۍ په ټپه ولاړې دي، چې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدو افغان سوداګرو ته ډېر زیان اړولی او که یاده لاره همداسې تړلې پاتې شي؛ نو د تازه میوو او سبو سوداګر به دېوالیه شي.

د مومند په نوم یو سوداګر چې په سبو بار لارۍ یې په تورخم کې ولاړه ده وویل:« زه د افغانستان له لارې ازبیکستان او تاجکستان ته د تازه سبزو کار کوم؛ ډېر مال مې په تورخم کې بند پاتې دی؛ که لاره خلاصه نشي، نو زما تازه میوې او سابه به ټول خراب شي.»

پرون ورځ طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره یې په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو لپاره تورخم ته استولی؛ خو یادې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

په سیمه کې ځایي پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پرون تر ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې د کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

د دغو خبریالانو په وینا، ښایي یو ځل بیا د خبرو اترو دغه لړۍ له سره پیل شي او تمه کېږي چې یوې پایلې ته ورسېږي.

پښتون سياست‌وال افراسياب خټک د پاکستان له‌خوا پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړلو ته په غبرګون کې دوه ورځې وړاندې په اېکس پاڼه لیکي و، د پاکستان پوځي حکومت لسيزې د يوې نااعلان شوې جګړې په ترڅ کې وکولای شول تر خپل ملاتړ لاندې طالبان پر افغانستان حاکم کړي. اوس دواړه لوري د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته د پرتو مېليونونو پښتنو پر اقتصادي قتل عام لګيا دي.

د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې د پاکستاني لوري له‌خوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار بندولو غوښتنه وکړه.