د اتلانو جام؛ افغانستان برېټانیا ته ماته ورکړه

د اتلانو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله دویمه سیالي کې خپلې سیالې برېټانیا ته ماته ورکړه.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان ملي اتلانو د لوبې ټاس وګاټه او د سیالې انګلېنډۍ ملي لوبډلې پر وړاندې یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې د ابراهیم ځدراڼ د ښې ځلېدنې پر مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۷۷، عظمت‌الله عمرزي ۴۱، محمدنبي چټکې ۴۰ او لوبډل‌مشر حشمت‌الله شهیدي ۴۰ منډې وکړې، چې سیالې انګلېنډۍ لوبډلې ته یې یاد هدف وټاکه.

د انګلېنډ لپاره په توپ‌اچونه کې جوفرا ارچر ۳، لیم لیوېنسټون ۲، عادل رشید او جیمي اورټون ۱-۱ وېکټه ترلاسه کړه.

همداراز د افغان کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌اچوونکو وکولای شول، چې له خپل ټاکل شوي هدف څخه کلکه دفاع وکړي.

د لوبې په دویمه پاڼۍ او د افغان اتلانو د توپ‌اچونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي ترټولو ډېرې ۵، محمدنبي ۲، راشدخان، ګلبدین نایب او فضل‌الحق فاروقۍ ۱ - ۱ وېکټې ترلاسه کړې.

هېره دې نه وي، چې پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د خپلو ۱۷۷ منډو پر مټ د انګلستان پر وړاندې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرېکټ ملي اتلان به د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په خپله درېیمه سیالي کې د راتلونکې جمعې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.