د اتلانو جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي

د اتلانو جام سیالیو پر دوام، افغان لوبډلې د ننۍ لوبې پچه وګټله او د انګلنډ لوبډلې پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبه نن د پاکستان په کوربه‌توب د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې د ننۍ لوبې په نوملړ کې د رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، نوراحمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي نومونه شامل دي.

دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره یوه برخلیک‌ټاکونکې سیالي بلل کېږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د سوېلې افریقا پر وړاندې بایللې؛ خو انګلستان ته په ماتې ورکولو سره کولای شي د مخته تګ چانس ډېر کړي.

په بي ګروپ کې تر دمه سوېلي افریقا او اسټرالیا لوبډلې د درې، درې امتیازونو په لرلو سره ترټولو مخکښې دي.