د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ګواښ سره مخ افغانان له دغه هېواده نه شړي

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان ښځو د حقونو فعالې او خبریالې فهیمه زاهد دروازي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان دارنګه د پاکستان له حکومته غوښتي، هغه کسان دې نه شړي، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

فهیمه زاهد دروازي تېره ورځ د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د پولیسو له‌خوا ونیول شوه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د هغې او د نورو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستانه یې د شړلو مسله یوه «جدي ستونزه» ده، چې د پام وړ نړۍوال نیوکې یې هم راپارولې دي.
په دغه یادښت کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړې دي چې له امله یې د هغو کسانو ترمنځ پراخه وېره رامنځته شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.

د دغه سازمان راپورونه ښیي، چې په وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیونې، ځورونې او د شړلو له ګواښونو سره مخ شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د دغو کډوالو په ډله کې د مدني ټولنو فعالینو، ژورنالیستانو او د ښځو د حقونو فعالانو په ګډون ډېر هغه نور کسان هم شامل دي؛ که چیرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستانه شي، نو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کېږي.
په دغه لیکنه کې دارنګه راغلي: «د فهیمه زاهد دروازي قضیه هغه ګواښ ته اشاره کوي، چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخ دي. د ښځو د حقونو د فعالې او خبریالې په توګه افغانستان ته د هغې جبري ستنېدل کولای شي، هغه د سختې ځورونې سره مخ کړي.»
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې فهیمه زاهد دروازي ژر تر ژره خوشې کړي او د هغې خوندیتوب ډاډمن کړي.
دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ وځنډوي او له نړۍوالو سازمانونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو دوی ته اړین خوندیتوب او ملاتړ چمتو کړي.
د دغه یادښت په وروستۍ کرښه کې راغلي، د بشري حقونو درناوی او هغو کسانو ته پناه ورکول چې له ځورونې څخه تښتي؛ هغه بنسټیز مسوولیتونه دي، چې پاکستان یې باید درناوی وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د ښځو د حقونو یوه بله فعاله زهرا موسوي هم په اسلام اباد کې د خپل زوی سره یې یوځای نیولې وه، چې لا یې هم برخلیک روښانه نه دی.

له بل پلوه تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې‌ځایه‌ کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه‌‌ ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به و اېستل شي.