تاجیک‌تباره طالب قوماندانان؛ د طالبانو له رهبرۍ غلي ناخوښه

تاج الدین سروش
تاج الدین سروش

د افغانستان انټرنشنل خبریال

د ۹۰یمې لسیزې په پیل کې کله چې دا د طالبانو ډله رامنځته شوه، یو شمېر محدود شمېر تاجک قوماندانان له دغې ډلې سره یو ځای شول. د دوی مطرحې څېرې ډېرې کمې دي او د طالبانو له لیکو سره د یو ځای کېدو عوامل یې هم توپیر لري.

ځینې د مذهبي عقایدو او فکري نږدېوالي له امله ورګډ شول؛ خو ځیني نور بیا د بېلابېلو دلیلونو له مخې طالبانو ته ورجذب شول.

په دې راپور کې مو د طالبانو تر واک لاندې د تاجیک‌تباره لوړپوړو غړو د کار او ژوند شرایط څېړلي دي.

دوی کومې دندې لري؟

څومره واک او صلاحیت لري؟

د طالبانو د نظام په اړه یې نظر څه دی؟

افغانستان انټرنشنل د دغو تاجکو طالبانو د کورنیو له غړو، نږدې کسانو او د طالبانو دننه سرچینو سره خبرې کړې دي. د موضوع د حساسیت له امله د سرچینو هویت نه دی افشا شوی؛ خو د دې مرکو ټول جزییات ثبت شوي دي.

مولوي ضیاالرحمان مدني – د لوګر والي

مولوي ضیاالرحمان مدني د تخار ولایت د نمک‌اب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره (۹۰یمه لسیزه) کې دې ډلې ته ورګډ شو. د هغه د کورنۍ د یوه غړي په وینا، نوموړی له فکري نږدېوالي، محلي اختلافونو او په حکومت کې د نمک‌اب د خلکو د عادلانه ونډې نه لرلو له امله طالبانو ته ورغی.

مدني د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د لوګر والي و او له ملا محمد عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې. د طالبانو له سقوط وروسته (۲۰۰۱) سعودي عربستان ته ولاړ او بیا کله په سعودي او کله په قطر کې پاتې کېده. په دې موده کې یې د عربو هېوادونو څخه د طالبانو لپاره د مالي مرستو راټولولو مسوولیت درلود.

کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شول، مدني د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی و. د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړي تمه لرله چې د ماليې وزیر به شي، ځکه چې هغه د مالي مرستو په راټولولو کې مهم رول درلود؛ خو د کابینې د اعلان پر مهال، نوموړی په سعودي کې و او د خپل نوم د نه شاملېدو له امله حیران شو.

د هغه د نږدې کسانو په وینا، طالبانو ځکه هغه وزیر نه کړ، چې دی د کومې جنګي ډلې اړوند نه و او هم له کندهار څخه نه و.

نوموړي دا نارضایتي څو ځله په کورنۍ کې یاده کړې، چې په طالبانو کې قومیت څومره مهم دی. د کورنۍ یوه غړي ویلي، مدني د طالبانو له مشر سره ولیدل؛ خو ورته وویل شول چې “یوه ولایت ته لاړ شه”. لومړی تخار ته والي وټاکل شو، خو وروسته بېرته لوګر ته واستول شو. اوس یوازې فزیکي حضور لري، د سرچینو په خبره چې نوموړی اوس په لوګر کې هېڅ صلاحیت نه لري.

قاري فصیح‌الدین فطرت – د طالبانو د پوځ لوی درستیز

فصیح‌الدین فطرت د طالبانو د نوې نسل قوماندانانو له ډلې دی او د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو کې طالبانو ته ورګډ شو او د بدخشان په جګړو کې یې برخه واخیسته.

د سیمه‌ییزو خلکو په وینا، فطرت د بدخشان د جرم ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام و. وروسته د سیمه‌ییزو اختلافونو او د بدخشان د کانونو د وېش پر سر د وکیلانو او قوماندانانو ترمنځ شخړې پیدا شوې، چې له امله یې ځینو د فطرت ملاتړ پیل کړ.

په پیل کې نوموړي د اصلي طالبانو سره ډېر تړاو نه درلود، بلکې د یوه سیمه‌ییزې طالبي مافیا په توګه یې فعالیت کاوه. د مخکیني حکومت دوه امنیتي سرچینې وايي، فطرت له ملي امنیت ریاست څخه څو ځله پیسې اخیستې وې.

په ۲۰۱۹ کې فطرت د طالبانو د شمال‌ختیځ یوه مهمه څېره وګرځېده. د بدخشان او تخار د سقوط تر شا هم د هغه هڅې یادې شوې دي. د کابل له سقوط وروسته، فطرت ته امر وشو چې د پنجشیر جګړې ته لاړ شي، چې هغه مهال د مقاومت ځواکونو په لاس کې و. د طالبانو د یوه قوماندان مولوي امان‌الدین په وینا، په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات واوښتل.

طالبانو د دغو لاسته راوړنو له امله فطرت د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه. د نږدې کسانو په وینا، د طالبانو د حکومت په پیل کې هغه پراخ واک درلود؛ خو وروسته دا صلاحیتونه ګام‌په‌ګام کم شول. اوس نه مالي صلاحیت لري، نه هم اجراییوي واک.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، نوموړي ته چې کلهتاجیک‌تبار طالب قوماندانان د خپلو ستونزو د حل لپاره ورشي، نو فطرت ورته یوازې دومره وايي: "زه هیڅ نشم کولای."

د نوموړي د نږدې کسانو په وینا، فطرت پخوا خپله بې‌واکي پټوله، خو اوس یې څو ځله په نږدې حلقو کې ویلي: "صلاحیت نه لرو، هیڅ هم نشو کولای."

نوموړی ناراضه دی، خو دا نارضایتي به هېڅکله هغه دې ته ونه هڅوي چې د طالبانو پر ضد وسله واخلي. هغه اړ دی هر هغه څه ومني، چې د طالبانو مشرتابه یې ورته وايي.

مولوي محسن هاشمي – د طالبانو د تفتیش ادارې رییس

مولوي محسن د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دې ډلې ته ورګډ شو او د یو ایډیالوژیک متحد په توګه یې فعالیت کاوه. هغه د امریکا د شل کلن حضور پر مهال زیاتره وخت په پاکستان کې و؛ خو پټ یې افغانستان ته تګ راتګ درلود.

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړی د پنجشیر والي وټاکل شو او بیا د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین شو. د طالبانو د حکومت په پیل کې نوموړي د تخاري طالبانو ترمنځ د پام وړ نفوذ درلود، خو د وخت په تېرېدو، د طالبانو مشرتابه هغه بې‌واکه کړ. د نوموړي قوماندانان، لکه غلام حسین او وسلوال یې بې‌وسلې کړی شول.

د هغه د کورنۍ د غړو په وینا، که څه هم طالبان پوهېدل چې محسن د دوی له پخوانیو غړو څخه دی، خو بیا یې هم باور نه پرې کاوه. له همدې امله یې د تخار په ولایت کې د هغه پلویان وسلوال بې‌وسلې کړل، ترڅو د احتمالي بغاوت مخه ونیسي.

اوس مهال، مولوي محسن یوازې په سمبولیک ډول د تفتیش ادارې مشر دی. نوموړي تازه د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره لیدلي او خپله استعفا یې وړاندې کړې، خو د طالبانو رهبر د هغه استعفا نه ده منلې.

مولوي محسن یو ځل ویلي وو: "په طالبانو کې ما ته هېڅ انتخاب نه دی پاتې یا باید کار وکړو، یا زندان ته لاړ شو، یا به مو له صحنې لرې کوي."

مولوي شمس‌الدین شریعتي –د هبت‌الله اخوندزاده د اوامرو د تعقیب رییس

مولوي شمس‌الدین شریعتي د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له پخوانیو غړو څخه ګڼل کېږي. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د میدان وردک او پکتیا ولایتونو والي و.

د هغه د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: "شمس‌الدین یو ارام، موقع‌شناس او د طالبانو امر منونکی شخص دی. د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د بغاوت خوی نه لري."

د نږدې کسانو په وینا، شمس‌الدین له فصیح‌الدین فطرت (د طالبانو د پوځ لوی درستیز) او امان‌الدین منصور (د طالبانو د قول اردو قوماندان) سره سیمه‌ییز رقابت لري.

هغه څو ځله خپلو نږدې کسانو ته ویلي: "ما به اخر وهي." خو دا نه ده معلومه چې اشاره یې چاته ده.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې په پخوانۍ لویې څارنوالۍ او د هبت الله د هدایاتو او اوامرو د تعقیب پر دفتر دوه بریدونه شوي، یو د دارالامان پر دفتر او بل د کابل د شهر نو پر دفتر. شمس‌الدین ادعا کړې چې هدف دی و.

هغه څو ځله ویلي: "زه د طالبانو په بدنه کې د بدخشانیانو اصلي محور یم."

عبدالحمید خراسانی – د طالبانو د بدري قطعې قوماندان

حمید خراسانی د تاجیک‌تبار طالبانو له جنجالي څېرو څخه دی. نوموړی د پنجشیر ولایت دی او د جمهوریت د نظام په وروستیو کلونو کې طالبانو ته ورګډ شو.

د هغه د طالبانو ته د یوځای کېدو لامل سیمه‌ییز اختلافات وو. د پخواني حکومت له‌خوا د نیول کېدو وروسته، نوموړی بېرته خوشې شو او همدا چاره د دې لامل شوه چې طالبانو ته واوړي.

لومړی د پنجشیر د امنیت امر وټاکل شو، خو وروسته له دندې لېرې شو او کابل ته راوغوښتل شو. لږ وخت وروسته د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو، خو دا دنده یې هم پریښوده او بېرته کابل ته ستون شو.

حمید خراساني تل په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر قومي تبعیض نیوکې کړي او هغوی یې قوم‌پالهګڼلي دي.

وروسته طالبانو له هغه څخه د هغه د قطعې وسلې او نظامي تجهیزات واخیستل، حتا یو وخت ونیول شو، خو وروسته بېرته خوشې شو.

خراساني څو ځله ویلي: "طالبان ما ته ځکه بې‌اعتنا دي، چې زه تاجیک یم. ما په خپلو سترګو لیدلي چې طالبان څنګه قومي تبعیض کوي."

هغه وايي، ځینې کسان چې د طالبانو د مشرانو قوم ته منسوب دي، بې له دې چې یوه ورځ یې هم جګړه کړې وي، لوړ دولتي مقامونه ته رسېدلي؛ خو دی چې د طالبانو لپاره یې د پنجشیر په جګړه کې برخه اخیستې، بې‌وظیفې پاتې دی.

تاجیک‌تبار طالبان تر کومه لار وړي؟

طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده، خو په تېرو درې کلونو کې ثابته شوې چې یوازې ایډیالوژي ورته مهمه نه ده.

په طالبانو کې دوه‌ګوني چلندونه د حکومت په هره برخه کې ښکاره دي. غیر پښتنو او غیرکندهاري طالبانوڅو ځله اعتراف کړی چې که دوی پښتانه یاپه ځانګړي ډول د کندهار اوسېدونکي وی، له دوی سره به بل ډول چلند شوی و.

یو طالب وايي: "که پښتون یې او طالب، همدا بس ده. نور ته دندې ته اړتیا نه لرې، ته د نظام خپل یې."

خو طالبان بیا له هغو پښتنو سره هم خشن برخورد کوي، چې طالبان نه دي او د دوی لپاره طالبي فکر لرل د تول یو مهم سمبول دی.

د طالبانو په حکومت کې له سیستماتیک تبعیض سره اکثره غیر طالب پښتانه او غیر پښتانه طالبان د حقارت احساس کوي. دوی فکر کوي چې بل انتخاب نه لري:“یا به د طالبانو د مستبد نظام امرونه مني، یا به د یوه تحول انتظار باسي، چې ورسره د دوی موقف هم بدل شي”.

په اوسني حالت کې، هر ډول بغاوت یا سرغړونه د هغوی د مرګ سبب کېدای شي.