د طالبانو تصفیوي کمیسیون د خپلو جنګیالیو د تصفیې فورمې له سره ارزوي
د طالبانو د لیکو امنیتي او تصفیوي کمیسیون د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې، چې ډېری د حقاني شبکې د نفوذ سیمه ګڼل کیږي، د خپلو جنګیالیو د تصفیې فورمو بیا ارزونه پیل کړې ده. دغه ارزونه په کابل او ولایتونو کې دداعش وسله والې ډلې له نفوذ او بریدونو وروسته پیل شوې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرستیال والیانو په مشرۍ دغه لړۍ په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو کې په پام کې نیول شوې او په خوست کې عملا له تېرې اونۍ راهیسې پیل شوې ده.
سرچینې وايي، « په دې تصفیه کې ټول هغه کسان له دندو لرې کیږي، چې د همکارانو په نامه یې د تصفیې فورمې جوړې کړې او عملي «جهاد» یې نه دی کړی. هغه کسان هم لرې کیږي چې د خپلوۍ پر اساس ګومارل شوي دي».
سرچینه وايي، په ولایتونو کې د طالبانو د تصفیې کمیسیونونو له ډلګۍ مشرانو په مستقیم ډول د ټولو جنګیالیو لېستونه اخستي او د «همکارو»، «نویو» او « مجاهدو» طالبانو په اړه پکې معلومات ور کړل شوي.
سرچینه چې د یوه ولایتي کمیسیون چارې له نږدې څاري وايي، « له ډلګۍ مشرانو څخه یې لیستونه اخیستي او عملا انټرویو هم اخلي. په لومړیو کې به طالب مشرانو ډلګۍ مشرانو ته کسان معرفي کول چې د تصفیې فورمې ورته تايید کړي، خو اوس کمیسیون له ډلګۍ مشرانو لېستونه غواړي چې اصلي او په واسطو استخدام شوي کسان ور وښيي».
په خوست کې دغه کمیسیون ته یوه ورغلي کس له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کمیسیون د والي د مرستیال په مشرۍ په ولایت کې ناسته کوي او د ورځې یوه یوه ډلګۍ خلاصوي. هغه وویل، « د کومو ډلګیو چې تعداد زیات وي هغه بیا په دوو ورځو کې خلاصوي.د جمهوریت پر مهال چې کوم کسان د هيئت په ډول له ټل [خیبر پښتونخوا] څخه رالېږل کیدل د هغوی پوښتنه ترې کوی چې مثلا څه وخت، څوک او چېرته د هیئت په حیث درته راغلي وو».
سرچینې وايي، چې په خوست کې پخواني والي او د حقاني شبکې مخکښ غړي محمد نبي عمري زیات شمیر خلکو ته د خپلوۍ او قبیلوي اړیکوله مخې پر ډلګۍ مشرانو د تصفیې فورمې جوړې کړې وې، چې اوس ټول بېرته تصفیه کیږي.
په دې کې داسې کسان هم شامل دي، چې د طالبانو ډلګي مشرانو د والیانو او طالب مشرانو په سپارښتنه هغوی ته « جهادي سابقه» تایید کړې ده.
د سرچینې په باور، «ښايي په لویه پکتیا کې د ډېرو طالبانو د تصفیې فورمې لغو شي».
د طالبانو د تصفیې کمیسیون د دې ډلې د ریاست الوزرا په امر د یادې ډلې ددفاع وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت له غړو جوړ شوی، چې مرکزي مسوولیت یې ددفاع وزیر پر غاړه دی او په ولایتي کچه یې مسوولیتونه د ولایتونو مرستیال والیان پرغاړه لري.
په ولایتي کمیسیونونو کې د ولایت مرستیال، د استخباراتو مرستیال، د امنیه قوماندانۍ او قول اردو استازي، د نظامي محکمې مفتي یا استازی او د علماوو شورا رییس د غړو په توګه د تصفیې فورمې ارزوي او د تایید او یا رد پرېکړې یې کوي.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون داسې مهال د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې د خپلو لیکو د تصفیې چارې یوځل بیا پیل کړې، چې دا سیمه ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نفوذ اصلي ساحه ګڼل کیږي.
حقاني له اوږدې مودې راهیسې له خپل مشر هبت الله اخوندزاده سره پر مسایلو او سیاستونو د ناندریو له امله له افغانستان نه وتلی او په دوبۍ کې اوسیږي.