د اتلانو جام؛ افغانستان د یوې برخلیکټاکونکې سیالۍ لپاره له انګلستان سره مخ کېږي
د کرېکټ اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې افغان ملي اتلان د خپلې دویمې سیالۍ په موخه د انګلستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کوزېږي او دا د دواړو لوبډلو لپاره یوه برخلیکټاکونکې سیالي بلل کېږي.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابل پرمهال د ماسپښین ۱:۳۰ بجه د پاکستان په کوربهتوب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
پرون د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کېپټان حشمتالله شهیدي د خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې انګلستان یوه پیاوړې لوبډله ده، خو ټینګار یې کړی چې د یادې لوبډلې پر وړاندې به له پلان سره سم د لوبې ډګر ته کښته شي.
شهیدي زیاتوي: «لاهور قذافي لوبغالی زمونږ د توپوهونکو لپاره ښه جوړ دی او ډاډه یم چې دلته به ټول لوبغاړي ښه لوبه وکړي.»
ورته مهال، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ وايي، چې افغان لوبغاړي په یوه «سخت وضعیت» کې دي او د خپل هېواد له ستونزو څخه خبر دي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې: «افغان لوبغاړي د سم او ناسم پر توپیر ښه پوهېږي، خو د دوی شرایط واقعا سخت دي. دوی پوهېږي چې د چا لپاره لوبې او استازولي کوي.»
د یادونې ده ،چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د سوېلې افریقا پر وړاندې بایللې، خو انګلستان ته په ماتې ورکولو سره کولای شي د مخته تګ چانس ډېر کړي.