عطاالله تارړ: اتلانو جام سیالیو ته د ګواښ په اړه د هندي رسنیو راپورونه بې بنسټه دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دوشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې په سوله‌ییزه توګه او پوره وړتیا سره د اتلانو جام سیالۍ کوربه‌توب کوي. هغه د هندي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې پاکستان ته د ورتلونکو بهرنیانو لپاره د ترهګریز ګواښ په اړه وو.

تېره ورځ هندي رسنۍ نیوز ۱۸ له‌خوا په یوه راپور کې راغلي و، چې د پاکستان د استخباراتو ادارې د دوشنبې په ورځ یو خبرداری خپور کړ او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته یې د وسله‌والو ډلو له‌خوا د ۲۰۲۵کال د اتلانو جام کې د ګډون کوونکو بهرنيو مېلمنو د تښتولو د ادعا شوي پلان په اړه خبرداری ورکړ.
له جیونیوز سره په یوې مرکه کې د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي تارړ وویل:«پاکستان په سوله‌ییزه او ښه توګه د اتلانو جام سیالیو کوربه‌توب کوي. زموږ ډګرونه له لیدونکو ډک دي، موږ د ټولې نړۍ مینه‌وال لرو؛ خو هندي رسنۍ چې یوه تابع رسنۍ ده، هڅه کوي سیاست وکړي او د پاکستان پر وړاندې غلط پروپاګند خپروي چې د منلو وړ نه ده او په بشپړ ډول دروغ ده.»
هغه وایي:« پاکستان یو له خوندي ځایونو څخه دی او موږ توانېدلي یو، چې دغه لوبې په سوله‌ییزه او اغېزمنه توګه ترسره کړو.»
هغه تور ولګاوه، چې دغه راپورونه د هند له‌خوا په پاکستان کې د ورزشي لوبو د "ګډوډولو" لپاره یوه هڅه وه.
ښاغلی تارړ وایي، مخکې هم دوی هڅه کړې وه چې په دې اړه تبلیغات خپاره کړي او د بېلابېلو پلمو له لارې دغه سیالۍ سبوتاژ کړي.
د هغه په وینا، د هند له‌خوا دغه د «ګواښونو غلطې خبرتیاوې چې خپرېږي؛ بې بنسټه، دروغ او تش تبلیغات دي.»
هغه زیاته کړې: «دوی افراطیان، بنسټپال او سخت دریځي دي، چې هڅه کوي سپورت له سیاست سره ګډ کړي؛ ان د سپورت په ډګرونو کې هم د دوی زهرجن تبلیغات روان دي.»
هغه دارنګه د نیوزیلینډ لوبډلې د لوبغاړي د ټیلیفون د غلا کېدو په اړه د راپورونو په اړه وویل، چې د بریا ترلاسه کولو په هڅه کې د داسې تبلیغاتو کارول دوام نه شي کولی.
تارړ وویل، چې پاکستان دغه ډول تبلیغات ردوي او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د دغه سیالۍ د ترسره کولو په اړه "ښه کار" کوي او دغه کار به دوام وکړي.
هغه وړاندې ویلي: «دا د پاکستان لپاره خورا مهمه شېبه ده. د هند تبلیغات به دروغ ثابت شي او موږ به خلکو ته ووایو، چې هند دا نشي زغملی چې دومره لویه سیالي په پاکستان کې ترسره کېږي او موږ وشو کړای، چې دغه سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره کړو.»
د هند کرېکټ بورډ تر دې وړاندې په اتلانو جام سیالۍ کې د امنیتي لاملونو له امله پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړه او پرځای یې خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې کوي.