د پښتنو د سیاسي - فکري تشې حقیقت
پښتانه سیاستوال او مدني فعالان یوازې دې ته ناست دي چې کله د تاجکو په مشرتوب د ویانا غونډه، کله د فوزیه کوفي ګډون په میونیخ کې، کله د هرات امنیتي غونډه، کله د مقاومت جبهه، کله د ازادۍ جبهه، کله زرغون بهیر، کله د ترکیې غونډه او کله یوه بله غونډه وغندي.
که یې ونه غندي؛ نو بیا لکه زموږ اتمر صاحب، نبیل صاحب، پخوانی والي یارمل، پخوانی والي میاخېل او قاري عیسی چې یوازې نری سر ورسره وخوځوي؛ نو پښتانه مدني فعالان او روڼ اندي بیا په همدوی را بړ وهې، چې ګوندې دا هم غلط شول. خو کله چې هغوی بېرته بریک ونیسي، نو سمدستي اعلان شي چې ګوندې دې غونډو کې یې خپل “ملي دریځ” ونیو او ملي خبره یې وکړه! ترڅو د پښتنو له وېرې او تور ځان وژغوري.!
پښتانه سیاستوال او روڼ اندي څو مشخصې لارې لري:
۱. یا به سره یو کېږي – ټول پښتانه روڼ اندي دې متحد شي او که اړتیا وي، یو دوه نور قومونه دې د توازن لپاره راولي.
۲. یا به د ملي مقاومت یا نورو تاجکو وروڼو مشرتوب مني او ورسره یوځای کېږي.
۳. یا به د طالبانو ملاتړ کوي – ځکه که څه هم ډېری پښتانه د ملتپالنې او روڼ اندۍ چیغې وهي، ږېرې یې خط کړي، یا چپ او یا راست دي، خو بیا هم طالبانو ته تمایل لري او یا په تاجکو او هزاروو لومړیتوب ورکوي – الا من رحم ربی!
که څوک د مشرتوب او سیاست دعوه لري، باید خپل فکري خط څرګند بیان کړي. دا هېڅ ستونزه نه ده که یوازې د پښتنو، تاجکو، هزارهوو، یا اوزبکو ګوندونه موجود وي، دا ملي دریځ ته زیان نه رسوي. که دا نه شي کولای، نو ایډیالوژیکي سیاسي ګوندونه دې جوړ کړي:
ایا ستاسو سیاسي خط افغاني نشنلېزم دی؟
که اخوانالمسلمین؟
که کمونیستي؟
که سیکولار؟
که کوم بل نظریاتي لوری؟
حتا که داسې هم نشي کولای، نو بیا دې روښانه کړي چې د جمهوریت، امارت، یا که افغاني ناسیونالیزم ملاتړي دي؛ دا هم ملي دریځ ته زیان نه شي رسولی.
ستونزه چیرې ده؟
هغه څه چې افغانستان ته زیان رسولی او موږ یې وېشلي یو، دا دي چې سیاست فردمحوره دی او روڼ سیاسي فکري خط نه لري. د جمهوریت او بل هر نظام سقوط هم د همدې تشې پایله وه، او همدا تشه د ملي زعامت بحران ته لار هواروي.
بله لویه ستونزه دا ده چې سیاستوال، د مدني ټولنې فعالان، او د انجياو چلوونکي سره تفکیک شوي نه دي، چې دا خپله د سیاسي فکري خط د ګډوډۍ او پراګندګۍ سبب شوی دی.
د دوی ترمنځ اساسي توپیر دا دی:
سیاستوال د قدرت د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي.
انجياو چلوونکي او تجاران د شخصي انتفاعي ګټو لپاره کار کوي.
مدني فعالان د قدرت د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د یو خاص قشر د ګټو د تضمین لپاره فعالیت کوي.
خو د سیاسي فکري خط د نشتوالي له امله، دلته سیاستوال د سوداګرو، سوداګر د سیاستوالو، او مدني فعالان د سیاسي لوبغاړو رول لوبوي، حال دا چې د دوی اهداف بشپړ مختلف دي.
لا جالبه دا چې سوداګرو ته “ملي سوداګر” نوم ورکول کېږي، مدني فعالان “ملي سیاستوال” ګڼل کېږي، او هر چا ته بې له دې چې سیاسي فکر ولري، “ملي مشر” ویل کېږي.
همدا تداخل د سیاسي فکري خط د جوړېدو اصلي خنډ دی.
بله لویه ستونزه دا ده چې سیاستوال ځان “بې طرفه” ګڼي. دوی تمه لري چې که مختلفې ډلې سره جوړې شي، نو بالاخره به یو بې طرفه کس راووځي چې ټولو ته د منلو وي. یا دا چې نړۍوالې ټولنې ته دا تمه ورکړي چې احمد یا محمود ځکه ښه انتخاب دی، چې بې طرفه دی.
حقیقت دا دی، چې همدا “بې درېځي” تر ټولو لوی خنډ دی. ځکه خو ټول افغانان، په ځانګړې توګه پښتانه سیاستوال او روڼ اندي، همدې ته ناست دي چې دا د “سرو زرو مرغۍ” به د دوی پر اوږه کښېني.
همدا بېتصمیمي او بېثباتي د سیاسي فکري خط د جوړېدو او قوي سیاسي احزابو او سیاسي ملي زعامت مخه نیولې ده.
د ملي زعامت لپاره د روڼ سیاسي رقابت ایجاد او د «بېطرفه رهبر» او «انتظار سیاست» خیال باید ختم شي، سیاسي مشران باید په اصولو ولاړ سیاست وکړي، نه په شخصي اړیکو. که پښتانه سیاستوال، مدني فعالان، او سوداګر هر یو خپل اصل ځای وپیژني، سیاسي فکرونه او ایدیالوژیک درېځونه روښانه شي، او فردمحور سیاست پای ته ورسېږي، نو د ملي زعامت تشه ډکېدای شي، او ملت له سیاسي سرګردانۍ څخه راوتلی شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.