د طالبانو خپلمنځي شخړې څه عواقب لرلی شي؟
په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانود امارت د خپلمینځي اختلافاتو خبرې په میډیا کې ډیرې تودې شوې دي.
که څه هم په طالبانوکې د کوټې شورا، حقانی شبکې، د جنګي قوماندانانو د ډلو او په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ترمینځ فاصلې له پخوا نه وې، خو کابل ته له تګ وروسته د واک د وېش پر سر چې د دغو فراکسیونونو تر مینځ خبره بدرنګۍ ته اوښته نو د پاکستان د آی ایس آی د هغه وخت رییس جنرال فیض حمید د کابل په سرینا هوټل کې راښکاره شو، مګر بیا هم طالبانو په تکرار سره د خپلمنځي اختلافاتو خبرې ردولې او پیژندل شویو طالب مشرانو په علني خبرو کې له احتیاط نه کار اخست.
د وخت په تیریدلو سره د حکومتي او دولتي واک په سر ناندرۍ رابرسیره شولې.
د دې ناندریو اصلي علت څه و ؟
د طالبانو د واکمنۍ په وړومبیو ورځو کې کابل میشتو موقت وزیرانو د خپلو وزارتونو ټول واک په لاس کې درلود، نو ځکه یې د اقتدار په نغري لاسونه تاوده وو. سراج حقاني او ملا یعقوب د خپلو وزارت خانو نغارې ډنګولې خو چې په تدریج سره کندهار کې د طالبانو امارت د قدرت واګې په لاس کې ټینګول شروع کړل، او د کابل نه یې اصلي واک ورو ورو کندهار ته انتقال کړ نو د واک او صلاحیتونو په سر د شخړو بڅري راښکاره شول او معلومه شوه، چې اور په بلیدو دی.
که څه هم د وسله والو طالبانو جنګیالیو جوړښت ، تربیت ، کلتور او شالید ټول د جنګي ماشین خصوصیات لري او هغوی د ټولنیز ژوند چلولو او د دولتي/حکومتي سیستم د اداره کولو لپاره چندان آمادګي نه پخوا درلوده او نه یې اوس لري، خو که سړی د هغوی د واکمنۍ پخوانۍ دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱ ) او اوسنۍ دوره سره مقایسه کړي نو په دواړو دورو کې ډیر جوت توپیر دا دی چې په پخوانۍ دوره کې له خپل بې تجربه توب سره طالبانو دا سیاسی امتیاز درلود چې دوی په کندهار او نورو سیمو کې په ولس کې منفورو او جنایت کارو جنګ سالارانو په چپه کولو سره قدرت نیولی و ، نو یو تعداد خلکو ترې د خیر تمه لرله. په ابتدا کې د دوی ژوند ژواک هم په نسبي توګه ساده و ، په ظاهره ډیر د مال ، دولت ، ماڼیو او موټرونو شوقیان نه معلومیدل ، ملا محمد عمر یې واحد منل شوی امیر او مشر و ، په طالبانو کې چا د هغه خلاف په علني توګه د خبرې کولو جرات نه شو کولی، نو ځکه هغه وخت پرې په وړومبیو ورځو کې ځینې خلک څه موده وغولیدل، تر څو چې دوی په خشونت ، ظلم ، استبداد او له نړیوالو ترهګرو سره په همکارۍ ځان ښکاره کړی نه و.
خو دویم وار خو د هغوی تجدید سازمان د کندهار په ځای په پاکستان کې وشو ، دوی اوږده موده د پاکستان د استخباراتو میلمانه پاتې شول ، که څه هم طالبان په ظاهره له امریکايي عسکرو او نورو غربي عسکرو سره جنګیدل خو غربي هیوادونو د دوی په ټول سازمان سرتاسري بندیز ونه ولګاوه، او یا یې چې په دوی کې په کومو اشخاصو او یا ډلو بندیزونه ولګول او یا یې په سر ورباندې ډالرې اعلان کړې په هغو کې یې هم جدیت ښکاره نه کړ. په تور جنګي اقتصاد کې د دوی ونډې رابرسیره شولې او په آخره کې هم هغو په اصطلاح غربي دښمنانو ورته نه یوازې د دوحې دفتر پرانست او تمویل یې کړل بلکې ورسره یې د دوحې معامله وکړه کومې چې دوی سیاسی واک ته ورسول. مطلب دادی چې په وړومبۍ دوره کې چې طالبانو په اصطلاح کوم غولوونکی سیاسی معصومیت درلود ، په دویم وار کې هغه د پیاز نرۍ پرده یې هم په مخ نه لرله، که څه هم د دوی خارجي مربیونو په سیاسي مارکیټ کې دی کې د مثبت بدلون سندرې ویلې ، خو د واک په سر ناندرۍ د اووو پردو تر شا هم نه پټیږي.
د طالبانو د خپل مینځي اختلاف اصلي اساس د قدرت په ویش پیل شو ، خو چې څومره د وخت په تیریدلو سره د دوی تر مینځ فاصلې پراخیدې نو د هبت الله اخوندزاده مخالفینو د هغه په پالیسیو کې موجود تحجر او تنګ نظرۍ ته هم ګوته ونیوه ، په خاصه توګه د جینکیو په معارف لګیدلي بندیزونه یې د سوال لاندې ونیول. د زور په ځای د واکدارۍ کولو یې د اولس د زړونو د ګټلو لاره بهتره وګڼله.
سراج حقاني، عباس ستانکزی او د طالبانو ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو که څه هم په خپلو انتقادي ویناوو کې د طالبانو د امیر هبت الله اخوندزاده نوم نه یادولو خو انتقاد به یې داسې فورمولبندي کړې و چې اوریدونکو او لوستونکو لپاره په دې پوهیدل ګران نه وو چې دوی څوک یادوي.
د اختلافاتو جدي توب هغه وخت پوره زباد شو چې سراج حقانی او عباس ستانکزی او بعضې نور کسان د هیواد نه بیرون ولاړل او ډیرې ورځې بغیر له کوم اعلان شوي دلیل نه له خپل کار او دندې لرې تیروي. که څه هم ملا عبدالغني برادر هیواد ته راستون شوی خو د طالبانو د رهبرۍ په سطح د خپل مینځي اختلافاتو د خبرونو د ردولو لپاره نیغې ، ساده او قناعت بښونکې لارې غوره نه کړې.
تیر کال چې د امریکا په نړیواله کچه پیژندل شوې ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې د سراج حقاني ډیره په زیار آماده شوې د هغه د شخصیت د مثبت تصویر جوړوونکې مرکه نشر شوله نو د هغې نه ځینو شنونکو داسې وانګیرله چې ګویا سراج حقاني کوم بل لوړ سیاسي نقش لپاره چمتو کوي، ځکه دا خبره هر چا ته معلومه ده چې طالبان د دوحې د معاملې په وسیله په افغانستان کې پېچکاري شوي او په تیرو څه د پاسه دریو کلونو کې د امریکا په میلیاردونو ډالرو پانګونې د دوی رژیم سا اخستې ده ، هم دغه رنګه که څه هم د طالبانو او پاکستاني جنرالانو تر مینځ تاوتریخوالی زیات شوی معلومیږی مګر په واقعیت کې د دوی تر مینځ ستراتیژیکې اړیکې هغسې شته او غیر علني لیدنې کتنې هم دوام لري. د علني خبرو د پروسې لپاره دواړه اړخونه د امریکا د نوي حکومت په پلانونو ځان پوهولو ته انتظار باسي.
سوال دا دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د پورته ذکر شوي اړي ګړي نه به څه جوړیږي؟ د تیرو دریو کلونو تجربې دا حقیقت په ډاګه کړی دی چې د طالبانو د اوسني مخپټي رهبر لپاره د میلیونونو افغانانو زړونه او ذهنونه ګټل خو ډیره لرې خبره ده ، دوی حتا د طالبانو په مینځ کې موجود فراکسیونونه نه شي یو ځای کولی، په وژنه ، شکنجه او توقیف به تر څو دغه د زور واکمني وچلوي؟
په یوویشتمه پیړۍ کې د ژوند د ټولو ساحو نه د ښځو امحا او جنسیتي اپارتاید څنګه یو نورماله ټولنه او نورمال نظام جوړولی شي ؟ د هبت الله اخوندزاده مخالف فراکسیونونه هم د دې مسالو د حل لپاره کوم واضح متبادل پروګرام نه لري، نوي اقتصادي مشکلات به بحران نور ژور کړي، نو فکر نه کوو چې دا وړۍ به شړۍ شي.