د اتلانو جام سيالۍ؛ نن د سوېلي افریقا لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې لوبېږي

د اتلانو جام سیالۍ په اوومه لوبه کې نن سوېلي افریقا د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

هند او نیوزیلنډ په خپل ګروپ کې تر ټولو مخکښې لوبډلې دي، چې د دوو لوبو په ګټلو سره دواړه لوبډلو څلور، څلور امتیازه ترلاسه کړي دي.
په بي ګروپ کې بیا سوېلي افریقا او اسټرالیا د دوه، دوه امتیازونو سره د خپل ګروپ مخکښې لوبډلې دي.
د لوبې د وړاندوینې له مخې، په نننۍ لوبه کې د اسټرالیا لوبډله د دغې لوبې د ګټلو ۵۶سلنه او سوېلي افریقا بیا ۴۴ سلنه چانس لري.
دغه لوبې چې (د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې) پیل شوې وې، چې (د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې) به دوام وکړي.
افغانستان هم د اتلانو جام د دغه سیالیو برخه دی او دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې برخه لري.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سوېلي افریقا پر وړاندې وبایلوده.
افغانستان به سبا (د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه) خپله دویمه لوبه له انګلنډ لوبډلې سره وکړي.
د افغانستان درېیمه لوبه بیا د را روانې جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه) د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ده.