په امریکا کې د یوه افغان استخباراتي افسر د لنډمهالي استوګنې اسناد لغوه شوي او نیول شوی

په امریکا کې د یوه مېشت افغان استخباراتي افسر د لنډمهالي استوګنې (پرول) اسناد لغوه شوي او له دلیل پرته نیول شوی دی. یاد افسر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو همکار و.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د هغو مېشتو افغانانو اندېښنې زیاتې شوې دي، چې پخوا یې له امریکایي ځواکونو سره دندې ترسره کړي او اوسمهال یې د اسنادونو د لغوه کېدو احتمال زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانانو د اېستلو بهیر لا دمخه پیل شوې او د پانامې په یوه هوتل کې د ۲۹۹ اېستل شویو کسانو برخه جوړوي، چې پرته له قانوني اسنادو اوسېدل.
ریسن د یوه افغان پوځي چې امریکا ته کډوال شوی او بیا د ټرمپ د کډوالۍ ادارې له خوا نیول شوی لیکلي، نصیب چې یو پخوانی افغان استخباراتي افسر دی، دوه اونۍ وړاندې د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو د پلي کولو ادارې د چک اېن پر مهال ونیول شو.
د هغه مدافع وکیلې ویلي، چې نصیب د ۲۰۲۴ کال د فېبرورۍ په میاشت کې کله چې هغه له مکسیکو څخه امریکا ته داخل شو او پناه یې وغوښته، د هغې موکل شو.
نصیب۱۳ کاله د افغانستان د پوځ د استخباراتو غړی و او د امریکایي ځواکونو ترڅنګ یې روزنه ترلاسه کړې وه.
د امریکا یو استخباراتي مسوول چې نصیب یې روزلی و، د هغه د کار ستاینه کړې او نوموړی یې "د باور وړ او وفادار" کس بللی دی.
د نصیب فعالیتونه د طالبانو له سترګو پټ نه وو او کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لړۍ یې پیل کړه.
نصیب د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره له خپلې کورنۍ څخه جلا ژوند کاوه او د نیول کېدو له وېرې د خپلو نږدې خپلوانو او دوستانو کور کې اوسېده او وخت ناوخت به یې خپل استوګنځای بدلولو.
ریسن د یاد پوځي په اړه لیکلي: ((یوه ورځ طالبان د نصیب کور ته هم ورغلي وو او د هغه له مېرمنې او ماشومانو څخه یې د نوموړي د ځای پوښتنه کړې وه.))
نصیب چې د ځانګړي کډوالۍ (اېس ای وي) ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړی و، خو د دغې ویزې د شرایطو د پوره کولو له امله اړ شو، چې د برازیل ویزې غوښتنه وکړي او د هغو ۸۱۰۰ افغانانو له ډلې شي، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د مرکزي امریکا له لارې امریکا ته د داخلېدو هڅه کړې ده.
د ریسن د راپور له مخې: ((په ۲۰۲۳ کال کې نصیب مکسیکو ته ورسېد، هلته یې د اېس بي پي ون اپلېکیشن له لارې د پناه غوښتنې لپاره وخت واخیست، او درې میاشتې وروسته په ټاکلي نېټې د امریکا پولې ته ورغی. هلته ورته د دوو کلونو لپاره د لنډمهالي استوګنځای (parole) اجازه ورکړل شوه.))
ویل کېږي، چې یاد افغان استخباراتي افسر په امریکا کې له مېشېتېدو وروسته دنده هم ترسره کوله، تر څو د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.
د ۲۰۲۴ کال په پای کې هغه د پناه اخیستو رسمي غوښتنه وکړه او خپل ماشومان یې هم د غوښتنلیک برخه کړل.
د ۲۰۲۵کال په پسرلي کې ورته د محکمې نېټه وټاکل شوه او تر هغه وخته ورته ویل شوي وو، چې د کډوالۍ ادارې ته خپل کلنی چک اېن یا حاضري ورکړي.
کله چې نصیب د خپلې مدافع وکیلې سره د چک اېن لپاره یادې ادارې ته ولاړ، نو نوموړی ونیول شو.
د هغه له نیول کېدو وروسته د نوموړي مدافع وکیلې اعتراض وکړ او ویې ویل، چې نصیب ته د لنډمهالي استوګنځای حق ورکړل شوی، چارواکي ورته وویل:«پرول لغوه شوی دی.»
نصیب چې له کلونو راهیسي په خپګان اخته دی، د خپګان ضد درمل یې کارول خو اوس د کډوالۍ او ګمرکاتو د پلي کولو ادارې چارواکي بیا ورته درمل نه ورکوي.
بل پلو، د روژې میاشتې په رانږدې کېدو سره نصیب حلالې غوښې او قران شریف ته هم لاسرسی نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سپینې ماڼۍ له واکمنېدو وروسته، د یو اجراییوي فرمان په صادرېدو سره د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام لغوه کړ، چې پر بنسټ یې دغه هېواد ته د ټولو افغانانو الوتنې وځنډېدې.