افغان لوبډلې په لاهور کې له انګلستان سره د سیالۍ لپاره د چمتوالي تمرینات وکړل
افغان کرېکټ لوبډلې د دوشنبې ماښام په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.
افغان لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.
افغانستان په دغه سیالیو کې تر دې وړاندې یوه لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې بایللې ده.
همدا ډول د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فېبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، د اې سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
اې سي بي ایلېون لوبډلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اې سي بي ایلېون، خوست الف او اې سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه.