د ټاکنو هیښوونکې پایلې؛ د جرمني بریالی ګوند یوازې دوه ګوندي ایتلاف غواړي
د جرمني له فدرالي پارلماني ټاکنو وروسته ددغه هېواد سياسي نقشه بدله شوې، ځکه افراطي ښي اړخي ګوند اې اېف ډي پام وړ بری ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې مرکزي کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) یوه تاریخي ماته تجربه کوي.
د جرمني د ټاکنو فدرالي مرکز خپرې شوې لومړنۍ پایلې ښیي چې مرکزي ښۍ اړخې مسیحي ډیموکراټیک اتحادیه (CDU) په ۱۶۴ څوکيو سره د بوندسټاګ تر ټولو لوی ګوند وګرځید، چې د ۲۰۲۱ کال د ټاکنو په پرتله یې ۱۲ څوکۍ زیاتې کړې. خو ترټولو هیښوونکی بری داې اېف ډي ښي اړخي ګوند دی، چې په ۱۵۲څوکيو سره چې۶۹ پکې نوې څوکۍ دي، د جرمني په سیاست کې ځان د یوه نوي ستر ځواک په توګه ثابتوي.
د سوسیال ډیموکراټ ګوند چې د صدراعظم اولاف شولڅ تر مشرۍ لاندې دی، تر ټولو خرابې پایلې تجربه کړې او یوازې ۱۲۰ څوکۍ یې وګټلې او۸۶ څوکۍ یې له لاسه ورکړې. زرغون ګوند هم درزونه ولیدل او۳۳ څوکۍ یې له لاسه ورکړې او یوازې ۸۵ څوکۍ ورپاتې شوې. په همدې حال کې، ازاد ډیموکراټیک ګوند (FDP) په۳۳ سلنه رایو سره له زوال سره مخ شوی، چې دا یې د پارلمان د راتلونکي په اړه پوښتنې راولاړوي.
د ایتلاف پېچلتیاوې
د سوسیال مسیحي ګوندونو اتحادیې (CDU/CSU) چې مشري یې مېرڅ کوي، ۲۰۸، د مېرمن الیس وایدل په مشرۍ ښي اړخي افراطي ګوند (AfD) ۱۵۲ څوکۍ، د اولاف شولڅ په مشرۍ سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) ۱۲۰ څوکۍ، د روبرت هاوبیک په مشرۍ زرغون ګوند ۸۵ څوکۍ او کیڼ ګوند (Die Linke) ، چې هایدي رایخینک او یان فان اکن یې مشري کوي، ۶۴څوکۍ ګټلې دي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د څارونکي ټیم ارزونې ښيي، چې د ټاکنو پاشلې پایلې د جرمني د راتلونکي حکومت د جوړېدو چارې ټکنۍ او سختوي.
د ټاکنو پایلو ته په کتو داسې ښکاري چې د سوسیال مسیحي ګوندونو اتحادیه او سوسیال ډیموکراټ ګوند به ګډ حکومت جوړ کړي، ځکه له زرغون ګوندسره ایتلاف د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره کافي نه دی. فریدریښ مېرڅ له اې اېف ډي سره د هر ډول همکارۍ امکان رد کړی. د اې ایف ډي مشرې الیس وایدل پر مېرڅ له نیوکو سره سره، چې ددوی انتخاباتي شعارونه یې کاپي کړل، ایتلافي حکومت ته چمتووالی ښودلی.
فریدریښ مېرڅ اوس د جرمني راتلونکی صدراعظم ګڼل کېږي، خو اولاف شولڅ به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې په خپل موقف پاتې شي. مېرڅ اعلان کړی چې غواړي تر اپرېل میاشتې پورې نوی حکومت جوړ کړي.
د ۲۰۲۵ ټاکنو له مخې، د بوندستاګ له ټولو ۶۳۰څوکيو څخه د حکومت جوړولو لپاره ۳۱۶ څوکیو ته اړتیا ده. سوسیاال مسیحي دیموکراتان ۲۰۸ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې سوسیال ډیموکراټ ګوند ۱۲۱ څوکۍ ترلاسه کړې دي. دا ترکیب اکثریت ته رسېږي، خو د سوسیال مسیحي ډیموکراټانو او زرغون ګوند یوځای کېدل ممکن نه دي، ځکه زرغون ګوند یوازې ۸۵څوکۍ لري.
د جرمني د پارلمان د اصلاحاتو له امله، د بونډسټاګ کچه اوس ۶۳۰ څوکيو ته راکمه شوې، چې له پخواني جوړښت څخه ۱۰۰ څوکۍ کمې دي. دا بدلون د اضافي څوکيو او جبراني استازو د لرې کولو له لارې ترسره شوی، چې پخوا د پارلمان د لویوالي لامل ګرځېده. له دې وروسته یوازې هغه نوماندان پارلمان ته داخليدای شي، چې ګوند یې د دویمې رایې (Zweitstimme) له مخې کافي ملاتړ ترلاسه کړی وي.
د سوسیال مسیحي ډیموکرات اتحادیې مشر فریدریښ مېرڅ پرون په یوه بحث کې وویل، چې غواړي یوازې له یوه ګوند سره ایتلاف وکړي، خو که سوسیال ډیموکراټ ګوند ایتلاف ته چمتو نه شي، د رایو پاشلتیا ته په پام دوه ګوندیز ایتلاف ممکن نه دی او د تېر په څېر به یو درې ګوندیز ایتلاف جوړیږي. که مېرڅ پر خپله خبره دریږي او درې ګوندي ایتلاف نه کوي او له اې ایف ډي سره هم ایتلاف ته زړه نه ښه کوي، بیا اړ دي چې له سره ټاکنې وکړي.
د ښي اړخو را اوچتېدل
د جرمني ټاکنو کې ۸۲،۵ سلنه ګډون ثبت شوی، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۶،۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د اې اېف ډي پیاوړی ر ول دا ښکارندويي کوي چې د دودیزو ګوندونو له غبرګونونو سره سره پرمخ روان دی، په ځانګړې توګه په ختیز جرمني کې، چېرې چې د دغه ګوند پاپولیسټ، کډوالۍ ضد پروګرامونه په دوامداره توګه ملاتړ ترلاسه کوي.
د ۲۰۲۵کال انتخاباتو پایلې په مختلفو ختیزو ایالتونو کې د رایو نوې لارې په ګوته کوي، چیرې چې اې ایف ډي پام وړ نفوذ کړی، په داسې حال کې چې دودیز ګوندونه لکه اېس پي ډي او اېف ډي پي له درنو زیانونو سره مخامخ شوي.
په تورینګن کې، اې ایف ډي په لومړیو رایو کې ۳۸.۷ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی ښیي. په دویمو رایو کې هم دغه ګوند بریا ترلاسه کړې، چې ۳۸.۶سلنه یې ترلاسه کړې او ۱۴.۶ سلنه زیاتوالی ښیي. په دې سیمه کې د اې ایف ډي بریا د ختیز جرمني په سابقه کې د دوی د اغیز پراختیا څرګندوي.
په تورینګن کې، چې په تاریخي لحاظ د اېس پي ډي ګوند قوي مرکز ګڼل کېده، د اېس پي ډي لپاره دا ټاکنې ویروونکې وې، ځکه په لومړیو رایو کې یې یوازې ۱۰.۰سلنه ترلاسه کړې، چې ۱۳.۷سلنه کمښت ښيي. په دویمو رایو کې یې یوازې ۸.۸سلنه ترلاسه کړې، چې ۱۴.۷ سلنه کمښت ښیي.
سي ډي یو دلته په لومړیو رایو کې ۲۰.۶ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله یوازې لږ ۰.۳ سلنه کمې وې. مګر په دویمو رایو کې دوی په۱۸.۶ سلنه په ښه ځای کې دي.
په بل اړخ کې، دي لېنکه ګوند په تورینګن کې یوڅه نفود وموند، چې په لومړیو رایو کې یې ۱۵.۹ سلنه او په دویمو رایو کې ۱۵.۲ سلنه ترلاسه کړې، چې ۳.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د سوسیال ډیموکراتانو ماتې
په نورو فدرالي ایالتونو لکه زارلنډ، زاکسن انهالت او شلیسویګ هولشټاین کې هم ورته تمایلات څرګند شول. اې اېف ډې په دغو ایالتونو کې هم پاموړ رایې ترلاسه کړې دي.
په زارلنډ کې داېس پي ډي په لومړیو او دویمو رایو کې پام وړ کموالی راغلی، په داسې حال کې چې اې ایف ډي په دویمو رایو کې ۲۱.۶ سلنه ترلاسه کړې، چې پام وړ زیاتوالی ښيي. په زاکسن انهالت او شلیسویګ هولشټاین کې هم د اې ایف ډي قوي وده لیدل شوې، په داسې حال کې چې اېس پي ډي اواېف ډي پي له درنو زیانونو سره مخ شوي دي.
زرغون ګوند، چې په ملي کچه یې پام وړ شهرت ترلاسه کړی، په ځینو ایالتونو کې پام وړ کمې رایې ترلاسه کړې، لکه تورینګن او زارلنډ کې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې ښې رایې ترلاسه کړې دي.
مسیحي دیموکراتیکه اتحادیه د بادن وورتمبرګ تر ټولو ځواکمن ګوند ثابت شوی، چې د لومړنیو رایو ۳۶.۰ سلنه او د دویمو رایو ۳۱.۶ سلنه یې تر لاسه کړې او دا د ۲۰۲۱ کال انتخاباتو په پرتله لوی پرمختګ ښیي. اې اېف ډي هم دلته لس سلنه پرمختګ کړی، او ۱۹.۴ سلنه لومړنۍ رایې او ۱۹.۸ سلنه دویمې رایې لري.
له بلې خوا سوسیال ډیموکراتیک ګوند یا ایس پي ډي او زرغون ګوند زیانونه ولیدل. داېس پي ډي لومړنۍ رایې ۱۵.۸ سلنه او دویمې رایې ۱۴.۲ سلنه ته راټیټې شوې، په داسې حال کې چې زرغون۱۴.۰ سلنه او ۱۳.۶ سلنه ترلاسه کړې.
په بادن وورتمبرګ کې د رایه اچوونکو ګډون ۸۳.۴ سلنه و، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵.۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
په بایرین ایالت کې د سیمې دودیز ګوند مسیحي سوسیال اتحادیې خپل واک ټینګ کړی او د لومړنیو رایو ۴۱.۲ سلنه او د دویمو رایو ۳۷.۲سلنه یې تر لاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله لوی زیاتوالی ښیي.
اې اېف ډي هم په بایرن کې ۹ سلنه پرمختګ کړی، چې د لومړنیو رایو ۱۷.۴ سلنه او د دویمو رایو ۱۹ سلنه برخه ښيي.
دلته اېس پي ډي خورا ستر زیان ولید، چې د لومړنیو رایو سلنه یې۱۲.۸او د دویمو رایو سلنه یې۱۱.۶ته راټیټه شوې.
کیڼ ګوند (Die Linke) د برلین په سیاسي ډګر کې تر ټولو مخکښ ګوند ثابت شوی، چې د لومړنیو رایو ۲۱.۸ سلنه او د دویمو رایو ۱۹.۹ سلنه یې ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال انتخاباتو په پرتله د پام وړ پرمختګ ښیي.اې اېف ډي هم دلته پرمختګ وکړ، چې د لومړنیو رایو ۱۵.۲ سلنې ته ورسېد.
په برانډنبرګ کې اې اېف ډي په ۲۰۲۵ کال کې د لومړنیو رایو ۳۴.۵ سلنه او د دویمو رایو ۳۲.۵ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ستره بریا ده. ایس پي ډي دلته د لومړنیو رایو له مخې۲۰.۵ سلنې او د دویمو رایو له مخې۱۴.۸سلنې ته راټیټ شوی.
اېس پي ډي په بریمن کې هم پام وړ زیان لیدلی دی، چې د لومړنیو رایو له مخې۲۷.۵ سلنه(-۵.۷ سلنه) او د دویمو رایو له مخې۲۳.۱ سلنه(-۸.۳ سلنه) ته راټیټ شوی دی. له دې سره سره، ایس پي ډي لا هم په دغه ایالت کې تر ټولو ځواکمن ګوند دی.اې اېف ډي دلته پام وړ نفوذ کړی، چې د لومړنیو رایو له مخې۱۵.۲ سلنه (+۸.۶ سلنه) او د دویمو رایو له مخې ۱۵.۱ سلنه (+۸.۲ سلنه) ډېروالی ښيي.
اېس پي ډي لا هم په هامبورګ کې تر ټولو ځواکمن ګوند پاتې دی، خو په ۲۰۲۵ کال بونډسټاګ انتخاباتو کې یې پام وړ زیان ولید.
په هیسن کې مسیحي ډیموکراتیک اتحادیه (CDU) په ښه ځای کې ده، په لومړنیو او دویمو رایو کې یې ښې رایې ترلاسه کړې. په ورته وخت کې اېس پي ډي او زرغون ګوندونو پام وړ زیانونه لیدلي او اې اېف ډي د پراختیا شاهد دی. اې اېف ډي د میکلنبورګ-فورپومرن د ټولو رایو تر ټولو لویه برخه ترلاسه کړې.
نیدرزاکسن د سیاسي منظرې د پام وړ بدلون شاهد و. سي ډي یو دلته پرمختګ کړی او ایس پي ډي زیانمن شوی. په زاکسن انهالټ کې اې اېف ډي د لوی ګوند په توګه راڅرګند شوی، په داسې حال کې چې اېس پي ډي له پام وړ کمښت سره مخ دی.اې اېف ډي د لومړنیو رایو ۳۸.۸سلنه (+۱۸.۶ سلنه) او د دویمو رایو ۳۷.۱ سلنه (+۱۷.۵ سلنه) برخه ترلاسه کړې.