نېشن ورځپاڼه: د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي

پاکستانۍ ورځپاڼې نېشن د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت پلان لري، څو د چترال سیند چې د کونړ سیند ته بهېږي، د اوبو مخه یې د سوات سیند ته واړوي.
یوې رسمي سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي، چې د پاکستان حکومت به د چترال، سوات او کابل سیندونو د یو ځای شوي پراختیا لپاره د امکاناتو مطالعه ترسره کړي، چې افغانستان ته د ننوتلو دمخه د اوبو انحراف په کې شامل دي.
دغه مطالعه د پاکستان د اوبو د سرچینو وزارت له خوا تمویل کېږي، چې ۱.۶۴۴ میلیاد روپۍ مصرف به ولري او ۳۰ میاشتو کې به بشپړه شي.
سرچینې ویلي، چې د اوبو د لېږد موخه د چترال، سوات او کابل په سیندونو کې د جریان تنظیمول او د ۲۴۵۳ میګاواټه برېښنا تولید دی.
د اوبو د مدیریت افغان څېړونکی نظیم سمون وایي، که د پاکستان دا پلان ریښتنی وي چې د چترال سیند د سوات سیند ته واړوي نو د جدي اندېښنې خبره ده. نوموړی زیاتوي، د یوه مشترک سیند د اوبو د طبیعي جریان منحرفول د اوبو د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
نوموړي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي:« د نېشن په نامه د یوې پاکستانۍ رسنۍ په حواله، د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي. چترال د کونړ سیند ته بهېږي او د کونړ سیند د کابل سیندیزې حوزې یوه مهمه او لویه څانګه جوړوي».
د سمون په خبره، دا ډول څرګندونې ځینې وختونه تکتیکي موخې هم لري، خو نوموړي د موخو وضاحت نه دی کړی.
د یادولو وړ ده، چې د چترال سیند د کونړ له سیندونو سره له یو ځای کېدو وروسته د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او د مومندو له لارې خیبر پښتونخوا ته بهېږي.
ددغه سیند په اوږدو کې افغان حکومتونو په تېر کې د سترو اوبو بندونو پروژې سروې کړي، خو تر اوسه له څو وړو بندونو پرته هېڅ لوی بند پرې نه دی جوړ شوی.