په اتلانو جام سیالیو کې هند او نیوزېلنډ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د کرېکټ نړۍوالې شورا اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په اې ګروپ کې هندوستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه، خو پاکستان او بنګله دېش بیا له دغو سترو سیالیو بهر شول.

د اتلانو جام په شپږمه سیالۍ کې نیوزېلنډ بنګله دېش ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړه او د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې یې خاورې کړې.

د بنګله دېش او نیوزېلنډ ترمنځ سیالي بیا د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله دېش په لومړۍ توپ وهنه کې نوزېلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

نیوزېلنډ دغه سیالي د پنځه لوبغاړو په سوځېدو وګټله او نیمه پای لوبې ته یې لار هواره کړه.

په دغو سیالیو کې پاکستان په خپلو لومړیو دوو لوبو کې له هند او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو څخه ماتې تجربه کړه او نیمه پایلوبې ته یې تګ ناممکن شو.

د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې پاکستان تمه لرله، چې نیوزېلنډ ته په ستر توپير ماتې ورکړي، خو برعکس بنګله دېش مات شو.

افغانستان ددغه سیالیو په بي ګروپ کې دی، چې خپله لومړۍ سیالي یې په سویلي افریقا بایللې ده، خو دوه نورې سیالۍ د انګلېنډ او اسټرالیا کرېکټ لوبډلو سره لري، چې په ګټلو یې کولی شي نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.