ټرمپ د نړۍوالې پراختیایي ادارې ۱۶سوه کارکوونکي په کور کېنوي

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ادارې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا نړۍواله پراختیايي اداره چې په افغانستان کې د بشري پروژو تر ټولو لویه مرستندویه اداره ده؛ د ۱۶۰۰ کارکوونکو دندې له منځه وړي.
دغې ادارې پر وېبپاڼه خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې ټول هغه کارکوونکي چې د دغې ادارې لهخوا په مستقیم ډول ټاکل شوي رخصت دي، پرته له ضروري کارکوونکو.
په یاده خبرتیا کې ویل شوي، د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د خپلو کارکوونکو د کمولو لړۍ پیل کړې ده چې یوازې په امریکا کې به ۱۶۰۰ کارکوونکي اغېزمن کړي.
خو د رویټرز په وینا، د یادې ادارې لهخوا کارکوونکو ته لېږل شوې مخکینۍ خبرتیا او راپورونه دا په ډاګه کوي چې د دغې ادارې شاوخوا ۲۰۰۰ پوستونه به له منځه یوړل شي.
د اېلان ماسک په مشرۍ د متحده ایالاتو د حکومت د لګښتونو کنټرول اداره هڅه کوي، چې د نړۍوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د ادارې جوړښت د تل لپاره وتړي.
د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا اداره د افغانستان په ګډون د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره یو له سترو مرسته کوونکو ادارو څخه ده.
دغې ادارې په تېرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د دغې ادارې د مرستو اندازه له ۳.۷ ملیارد ډالرو څخه ډېره شوې، چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د بشري ادارو له لارې ترسره کېږي.