رویټرز اژانس: د امریکا ځینې فډرالي ادارې د اېلان ماسک تازه امرونه او لارښوونې نه مني

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ځینو فډرالي ادارو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت او ( FBI) له خپلو کارکوونکو غوښتي چې د اېلان ماسک د لارښوونو پیروي ونه کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداري ایمیلونو ته دې ځواب نه ورکوي.

اېلان ماسک تازه له فډرالي کارکوونکو غوښتي، چې د یوې اونۍ د کارونو راپور ورکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، فډرالي کارکوونکو د شنبې په ماښام یو ایمیل ترلاسه کړ، چې پکې له هغوی غوښتنه شوې وه چې د خپلې اونۍ د کار جزیات وړاندې کړي.

ماسک چې د ټرمپ د حکومتدارۍ د موثریت ادارې مشر دی؛ وروسته پر خپله اېکس پاڼه ګواښ وکړ، که څوک دې ایمیل ته ځواب ورنه کړي؛ نو خپلو استعفاوو ته دې چمتو شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ماسک د دغه ګواښ په غبرګون کې یو شمېر فډرالي ادارو خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د ماسک له لارښوونو سرغړونه وکړي.

د ټرمپ له‌خوا ټاکل شویو چارواکو په بهرنیو چارو وزارت او( FBI ) کې له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې د کار د رسمي پړاوونو څخه بهر امرونو ته ځواب ورنه کړي.

د سرچینو او د رویټرز له‌خوا د ارزول شویو ایمیلونو له مخې، د دفاع، کورني امنیت، ښوونې، سوداګرۍ، د فډرالي بیمې سازمان، د ملي روغتیا انسټیټیوټ، د کورنیو عوایدو خدمتونو اداره او استخباراتي ادارو کارکوونکو ته هم ویل شوي، چې د ماسک د ادارې ایمیلونو ته ځواب ورنه کړي.

د فډرالي ادارو دغه پرېکړه ښيي، چې د ماسک او د ټرمپ د ادارې فډرالي چارواکو ترمنځ د فډرالي کارکوونکو د کمښت پر سر جدي کړکېچ روان دی.

ماسک د ټرمپ د حکومت په لومړۍ اونۍ کې شاوخوا ۲۰ زره فډرالي کارکوونکي له دندې لرې کړل او ۷۵ زره نور یې له تنخواوو سره رخصت کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اېلان ماسک د حکومتدارۍ د موثریت وزارت ته ټاکلی او هغه ته یې دنده سپارلې، چې د امریکا د ۲.۳ مېلیونه ملکي فدرالي کارکوونکو شمېر کم کړي.