ایراني چارواکي: له سمنان ولایت څخه مو ۱۴زره افغانان نیولي او بېرته مو خپل هېواد ته لېږلي

د ایران د سمنان ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مدیر محمود قدرتي اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه «۱۴زره» افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵مه نېټه) وویل، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پالیسۍ له مخې هغه افغان کډوال چې د اقامې قانوني اسناد نه لري نیول کېږي او بېرته افغانستان لیږل کېږي.

قدرتي په ایران کې د افغان کډوالو شتون «یوه ستونزه» وبلله او زیاته یې کړه: «یوه څلوېښت کلنه ستونزه په یوې شپه کې نشي حل کېدای. د ناقانونه وګړو د ستونزې حل باید تدریجي وي او دغه پروسه اوس هم روانه ده».

همدارنګه نوموړي خبر ورکړ، چې یو شمېر افغان کډوال د سمنان په ولایت کې نیول شوي او د اېستل کېدو لپاره ځانګړو پنډغالو ته لېږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې په سمنان کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی، د دغه ولایت ځینو چارواکو ویلي چې یو «بهرنی وګړی» د یوه ایراني ځوان د قتل په قضیه کې ښکېل دی.

د سمنان د عدلیې رییس د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۹مه) اعلان وکړ، چې د مهدي شهر په ولسوالۍ کې د ۲۸ کلن ایراني ځوان د قتل عاملین نیول شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو قوماندان هم منلې، چې په نیول شویو کسانو کې یو تن «بهرنی وګړی» دی او د قتل انګېزه یې شخصي اختلافات وو.

تر اوسه د سمنان ځایي چارواکو د قتل په قضیه کې د تورن بهرني وګړي هویت نه دی ښکاره کړی؛ خو په ایران کې د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه پېښه د افغان کډوالو سره تړلې او د هغوی د اېستلو غوښتنه ‌یې کړې ده.

که څه هم د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته زور ورکړی؛ خو د کارپوهانو په باور د دغه هېواد د حکومت له‌خوا کډوال د دغه ډول پېښو مسوول ګڼل د ایران د خلکو په ذهنیت منفي اغېز لري.

هم‌مهاله د ایران د بشري حقونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په یاد هېواد کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ روانه ده.

د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو او شمېر هېوادونو په ایران کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلند غیر انساني بللی او له یاده هېواده یې غوښتي، چې له افغانانو سره له نرمښته کار واخلي. بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل سفر کې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستونزو پر اوارېدو هم ژمنې کړې وې؛ خو لیدل کېږي چې دغو ژمنو عملي بڼه نه ده خپله کړې.

تازه د افغان کډوالو مدافع یوې ایرانۍ وکیلې ادعا کړې، چې د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ ایراني چارواکي په یاد هېواد کې افغان کډوال ځوروي؛ خو طالبانو لا تر اوسه د دغو ادعاو په تړاو سپیناوی نه دی کړی.