د کندز لپاره د طالبانو والي ۱۱۵ ساتونکي لري

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو لیست ورکړی، چې ښیي په کندز کې د طالبانو والي ملا محمد خان دعوت ۱۱۵ ساتونکي لري. په دې لیست کې د دې خلکو نومونه او بشپړ توضیحات شامل دي.

د ساتونکو دا شمېر د امنیتي وضعیت په اړه د طالب چارواکو اندېښنه او د احتمالي بریدونو ویره څرګندوي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی، خو د یوه سیمه ییز چارواکي لپاره د لسکونو ساتونکو شتون پخپله د طالبانو په منځ کې د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د کندز لپاره د طالبانو والي محمد خان دعوت د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په فرمان ټاکل شوی دی او هغه له دې وړاندې په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان هم پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په خپلو بریدونو کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر، د بلخ والي او د بدخشان مرستیال والي په نښه کړي او وژلي دي.
سربېره پردې، د طالبانو مخالفې ازادۍ او د مقاومت ډلې هم په مختلفو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي.
د طالبانو له واکمېدو مخکې په جمهوري حکومت کې هم داسې رپوټونه ول، چې ځینې چارواکي او جهادي مشران د ساتوونکو په نامه له دولت معاشونه ترلاسه کوي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې لېست د افشا کېدو او د هغو دلایلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ولې د کندز والي دومره لوی شمېر ساتونکو ته اړتیا لري.